د نړۍ په یو شمیر هغه هیوادونو او سیمو کې چرته چې د کرونا پرضد مبارزه کې لویه کامیابي ترلاسه شوې وه او وبا نژدې ختمه شوې وه، د کرونا وبا څپې بیا په خوریدو دي.
د ویتنام، اسټریلیا او هانګ کانګ په شان په یو شمیر نورو سیمو کې په ټولبند او لاک ډاون کې د نرمۍ وروسته اوس کرونا وایرس بیرته زور نیولی.
د ګل په ورځ ویتنام اعلان کړی چې په ډاننګ سیمه کې په یو شمیر کسانو کې د کرونا مثبتو پېښو وروسته د دغه سیمې نه سېلګري اوباسي. د ویتنام حکومت لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي، د نژدې (۸۰۰۰۰) اتیا زره مقامي سیلګرو په ویستلو کې به څلور ورځې ولږي. په ویتنام کې د کرونا وبا د لاسه د خارجي سېلګرو په ورتګ بندیز لږیدلی.
دوه ورځې وړاندې په ویتنام کې په مقامي سطح د کرونا وایرس د انتقال لومړۍ پېښه رپورټ شوې وه. د اپریل میاشتې راپه دېخوا دا لومړی ځل وو چې په ویتنام کې دننه د کرونا وایرس د یو تن نه بل ته د انتقال پېښه رپورټ شوه. د دغه پېښې وروسته د ویتنام حکومت بیړنی حالت هم اعلان کړی. د کرونا خوریدو په شورو وروځو کې په ویتنام کې د دې د خوریدو مخنیوي کې کامیابي ترلاسه شوې وه.
د اسټریلیا په ویکټوریا ایالت کې چارواکو د ګل په ورځ د ۵۳۲ نوو مثبتو پېښو رپورټ ورکړی او په ویکټوریا کې یې د لاک ډاون یا ټولبند د نورو غځولو خبرداری هم ورکړی. په ویکټوریا کې د وړاندې نه د شپږو اونیو لپاره لاک ډاون عملي شوی. د ویکټوریا ایالت مشر ډینېل اېنډریو د ګل په ورځ ویلي ٫٫ په دې وخت کې مونږ ګڼ شمیر کسان وینو چې د کرونا د علامتونو سره د کار ځایونو ته ځي. مونږ دا حال داسې نه شو ساتلی، ګنې نو بیا به لاک ډاون د نور اوږد وخت لپاره غځوو.٬٬ د ویکټوریه نه علاوه نوره اسټریلیا د کرونا د پېښو بچ پاتې ده خو د ویکټوریا ګاونډي نیو ساوت وېلز کې نوې پېښې مخې ته راغلي.
په هانګ کانګ کې بیا د ګل په ورځ چارواکو د وبا بیرته خوریدو وروسته نوي بندیزونه لګولي او په هوټلو کې په خوراکونو کولو بیرته بندیز لګولی. د دې تر څنګ چارواکو د دوو کسانو نه د زیاتو خلکو په راغونډیدو هم بندیز عملي کړی. په هانګ کانګ په په تیرو دوو اونیو کې د یو زر نه زیاتې نوې پېښې رپورټ شوي. په هانګ کانګ کې په لومړیو ورځو کې په کرونا وبا قابو موندل شوې وه.
د امریکا جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمیرو تر مخه په نړۍ کې په کرونا اخته کسانو شمیره ۱۶.۳ میلینو نه زیاته شوې او د شپږنیم لکو ۶۵۰۰۰۰ نه زیات خلک تر مړه شوي دي. په امریکا کې د کرونا اغیزمنو شمیره هم هغه شان زیاته ده چرته چې د ۴.۲ میلینو (۴۲ لکو) نه زیات کسان په کرونا اخته دي. یواځې د اتوار/ یکشنبې په ورځ په امریکا کې ۵۵۰۰۰ (۵۵ زره) نوې پېښې رپورټ شوي او د ۵۰۰ نه زیات کسان مړه شوي. د امریکا فلوریډا او ټېکساس کې تر ټولو زیاتې نوې پېښې رامخې ته کیږي.
په امریکا کې د صحت چارواکي د کرونا زیاتیدونکو پېښو علت د کاروبارونو، او اولسي ځایونو زر خلاصول، د خلکو ماسکونه نه په مخ کول او ټولنیز واټن یا د یو بل نه فاصله نه ساتل ګڼي.
واېټ هاوس نن د ګل په ورځ اعلان کړی چې د امریکا د قاميامنیت سلاحکار رابرټ اوبراېن هم په کرونا اخته شوی. دا د صدر ډانلډ ټرمپ دانتظامیې تر ټولو ستر چارواکی دی چې په کرونا وایرس اخته شوی.
د واېټ هاوس لخوا په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي ٫٫ صدر او ناېب صدر ته د کرونا د رسیدو هیڅ خطر نشته.٬٬
په امریکا کې بیا د کرونا د لاسه د بېس بال لوې لوبډلې میامي مارلېنز په اتو لوبغاړو او ۲ ښوونکو کې د کرونا مثبتو پېښو راتلو وروسته د ګل د شپې خپله لوبه ځنډولې ده.