لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرانسپرنسي انټر نيشنل وائي بډې رشوتونه سیوا شوې


د بډور شوتونو خلاف د نړې والې ورځ په مناسبت د انډونیشیا سرښار جکارته کې د بډو رشوتونو خلاف لاریون اوباسي
د بډور شوتونو خلاف د نړې والې ورځ په مناسبت د انډونیشیا سرښار جکارته کې د بډو رشوتونو خلاف لاریون اوباسي

په داسې حال کې چې ملگري ملتونه د دسمبر د میاشتې نهمه نیټه ددرغلۍ پر ضدد نړيوالې ورځ په توگه نمانځي ددرغليو په ضد کارکوونکې نړيواله اداره ټرانسپرنسي انټر نيشنل وائي ددرې کاله وړاندې په پرتله په ټوله نړۍ کې بدعنواني زياته سيوا شوې ده.

دملگرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون وئيلي دي دپرمختيا، ډيموکراسۍاو پياوړتيا په لاره کې کرپشن يو گواښ دى.

ټرانسپرنسي انټر نيشنل د56 فيصده خلکو سره مرکې کړي چې هغوي وائي هيوادونه يې نور هم بدعنوانه شوي دي.

ټرانسپرنسي انټر نيشنل افغانستان، نائجيريا، عراق او هند دبدعنوانۍ تر ټولو سيوا درجې ته اچولي دي.

په چين، روس او مينځني ختيز کې ددريوؤ څخه ديوې برخې خلکو وينا ده دخپلوکورونو کولو لپاره رشوت ورکوي.

دټرانسپرنسي دراپور له مخې دروسيې نيم وگړي يعنې درې پنځوس فيصده کسان وائي هغوي فکرکوي دتيرو دريوؤ کلونو په مهال دهغوي دهيواد دننه په بډو رشوتونو کې اضافه شوې ده.

ټرانسپرنسي انټر نيشنل وائي ټول په ټوله دڅلورو څخه يوه برخه خلکو دتيرو دولسو مياشتو په مهال رشوتونه ورکړي دي، اوپه رشوت اخستونکې دټولو نه زياته شميره دپوليس عسکرو ده.

دبدعنوانۍ په ضد دنړيوالې ورځې په مناسبت دامريکې دبهرنيوچارو وزيرې هيلري کلنټن پخپل جاري کړي بيان کې وئيلي دي زۀ دصدربراک اوباما او امريکائي اولس له لوري دخپلو نړيوالو شريک دارانو سره د9م دسمبر ورځ ددرغليو دمخنيوي دورځې په توگه نمانځلو لپاره يو ځايې کيږم.

هيلري کلنټن وائي مونږ دبدعنوانۍ په ضد جگړه دوامداره ساتلې او په دغه هکله دتير کال لاسته راوړنې هم تسليموم.

هيلري کلنټن وائي امريکادبدعنوانۍ په ضد دقوانينونافذولو او خپلو کمپنيو ته دبې انصافه لارو چارو نۀ خپلولو دعمل باوري لپاره په تندۍ سره کار کړى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG