لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوډان کې جګړه دوام لري، غیرملکیانو د خرطوم نه وتل شروع کړي دي


پاکستان ویلي قریباً ۱۵۰۰ شهریان يې په سوډان کې موجود دي او په خرطو کې د پاکستان سفارتخانه پاکستانیانو د تحفظ دپاره ورسره په رابطه کې ده او سهولیات ورکوي
پاکستان ویلي قریباً ۱۵۰۰ شهریان يې په سوډان کې موجود دي او په خرطو کې د پاکستان سفارتخانه پاکستانیانو د تحفظ دپاره ورسره په رابطه کې ده او سهولیات ورکوي

د سوډان د امیني ځواکونو د دوو څانګو ترمنځ جګړه دوام لري او د سلګونو په شمېره کې غیرملکي سفارتکاران او نور خارجیان د ملک نه وتلي دي.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د ګل، دوشنبې، په ورځ خپل رپورټ کې وویل چې ګڼ شمېر کسان چې په جهازونو کې يې ځایونه نه دي موندلي د ځمکې دلارې مصر ته تګ کوښښونه کوي چې دا ډول د سوډان نه ووځي.

د رپورټ ترمخه، ګڼ شمېر کسانو دا ویره څرګندوله چې د غیرملکیانو انخلا مکمل شي نو ممکنه ده چې د مخالفو جرنېلانو ترمنځ جګړه نوره زیاته شي.

د ام درمان ښار سوډان د سرښار خرطوم نه د نيل دریاب پورې غاړه پروت ښار دی. ای پي په خپل رپورټ کې د دې باجود چې د اختر په موقع د ډز بندۍ امید کولو، په ام درمان کې جګړه دوامداره وه.

د ام درمان اوسېدونکي امین السید اي پي ته وویل دوی څه جنګ بندي و نه ليدله.

ای پي وویل سوډان د پوځ او د نیم پوځي ځواک رېپېډ سپورټ فورسز په جګړه کې تر اوسه پورې ۴۲۰ کسان وژل شوي دي چې ۲۶۴ په کې ملکي کسان دي. رپورټ وايي د تېرو نهو ورځو راهسې دوامداره جګړه کې د ۳۰۰۰ نه زیات کسان زخمیان شوي هم دي.

امریکا، کېنېډا، مصر، فرانس، جرمني، اټلي او سوډین هغه ملکونه دي چې د حهازو او د قافلو په زریعه غیرملکیان د سوډان نه وباسي.

پاکستان ویلي قریباً ۱۵۰۰ شهریان يې په سوډان کې موجود دي او په خرطو کې د پاکستان سفارتخانه پاکستانیانو د تحفظ دپاره ورسره په رابطه کې ده او سهولیات ورکوي.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانې ممتاز زهره بلوچ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې هفته وار خبري کانفرس ته وویل د پاکستاني ټولنې غړو ته وېل شوي چې د خپل تحفظ دپاره دې په کورونو کې دننه پاتې شي. هغه زیاته کړه چې د پاکستانیانو تحفظ د حکومت دپاره لومړۍ ترجیح ده.

د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي ویلي ۱۲۰ افغانان په سوډان کې اېسار دي او د طالبانو حکومت يې د راوېستلو کوښښونه کوي.

د اشنا څانګې د رپورټ مخه، متقي دغه خبره د اتوار، يکشنبې، په ورځ په خوست کې یوې غونډې ته وکړه.

په نړیواله کچه ترقۍ دپاره د امریکې د امداد ادارې یواېس اېډ د اتوار، يکشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د سوډان ولس سره مرستې دپاره يې تیاری نيولی دی.

د يو اېس اي ايي ډي مشرې سمېنتا پاور وویل د سوډان ولس سره د مرستې اقدامات يې محرک کړي او د نورو نړیوالو همکارانو سره په ګوري د سوډان خلک کوم قسم بېړني امداد ته په ترجيحي بنیادونو ضرورت لري چې ور ورسول شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای او د ای پي د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG