لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: هائيکورټ دډيوس داستثنا کيس تر 14م مارچ پورې ځنډولى دى


لاهور: هائيکورټ دډيوس داستثنا کيس تر 14م مارچ پورې ځنډولى دى
لاهور: هائيکورټ دډيوس داستثنا کيس تر 14م مارچ پورې ځنډولى دى

د پاکستان لاهور هائيکورټ د دوؤ کسانو په وژنه کې تورن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په سفارتي استثنا په اړه عدالت کې د جمع شوؤ درخواستونو اوريدنه يې تر 14م مارچ پورې ځنډولې ده.
د ريمنډ ايلن ډيوس نومې 36 کلن امريکائي وګړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکې دې په اړه د امريکا وينا ده دغه وګړى يې سفارت کار دى او ورته استثنا ترلاسه ده خو دپاکستاني چارواکو وينا ده داستثنا پريکړه به د هيواد عدالت کوي.
دزيارت په ورځ په زياتو سختو امنيتي تدابيرو کې ترسره شوې لنډې اوريدنې په مهال مرستيال اټارني جنرل نويد عنايت عدالت ته وويل وفاقي حکومت دامريکائي چارواکي په سفارتي حيثيت دخپل بيان وړاندې کولو لپاره نورو ددريوؤ اونيو وخت ته ضرورت لري.
ددغه خواست په ځواب کې دلاهور هائيکورټ چيف جسټس اعجاز چوهدري وويل هغه دريمنډ ډيوس په سفارتي استثنا دوفاقي حکومت ددريځ معلومولو پرته کومه فيصله نۀ شي اورولى.
دروانې مياشتې په پيل کې عدالت خارجه وزارت ته دعدالت په وړاندې دځواب پيش کولو لپاره د15ؤ ورځو مهلت ورکړى ؤ چې دزيارت تر ورځې پورې ختم شوى دى.
دلاهور پوليسو ددوؤ پاکستاني ځوانانو دوژنې په تور کې په 27 جنورۍ نيولى ؤ او امريکا وائي ريمنډ ډيوس په بند کې ساتل دسفارتي چارو په اړه دبين المللي قوانينو څخه سرغړونه ده.
نيول شوي امريکائي سفارت کار پلټونکو ته وئيلي هغه په دواړو وسله والو کسانو ډزې پخپله دفاع کې کړې وې ځکه چې دغو کسانو غوښتل هغه لوټ کړي خو دلاهور پوليسو دابتدائي پلټنو په رڼا کې دريمنډ ډيوس دغه دريځ رد کړى او هغوي دغه پيښه قصداً وژنه ګرځوي.
دريمنډ ډيوس دمدد لپاره دامريکائي قونصل خانې دګاډي دټکر له امله ديو دريم پاکستاني تن دوژل کيدو له امله دغه معامله نوره هم پيچلې شوې وه.
ددغه معاملې دهواري لټولو لپاره دامريکې په سينيټ کې دخارجه کميټۍ مشر جان کيري هم په روانه اوونۍ کې پاکستان ته په غيراعلانيه دوره تللى ؤ او دغلته هغه دپاکستان دصدر، وزيراعظم او پوځ دسرلښکر په شمول اهمو چارواکو سره په دغه اړه خبرې اترې کړي دي.
ښاغلي کیري اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې ویلی هيله کوي دواړه هيوادونه به د ډيوس دمعاملې يو هوارى راوباسي. د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا گېلاني تېره ورځ ویلی وؤ د ښاغلې ډیوس په اړه به عدالتي فېصله قبولوي .
امريکائي صدر براک اوباما هم په واشنگټن کې خبريالانو سره د خبرو په مهال د امريکا دا دريځ تکرار کړى ؤ چې ريمنډ ډيوس ته سفارتي استثنا ترلاسه ده او پاکستان دې د سفارت کارۍ په اړه دبين المللي قوانينو ته ددرناوي لرلو سره ډيوس سم لاسي خوشې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG