لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ : د لانجمن مېمو لپاره جمع خواستونه د اوریدو قابل دي


I
I

د پاکستان سپریم کورټ د لانجمن مېمو اسکېنډل د پلټنو لپاره جمع کړل شو خواستونه د اوریدو قابل گرځولي او د معاملې پلټنو لپاره یې درې کسېزه تحقیاتي یا پلټنیز کمېشن جوړ کړی دی.|
د پاکستان د سترې محکمې یا سپریم کورټ مشر قاضي افتخار محمدچوهدري د جمعې په ورځ چې د نهه کسېز بنچ مشري یې کوله په لنډه فېصله کې وویل چې د خواست ورکونکي کسانو وکیلان د خپل دلائلو سره دا خبره ثابتولو کې بریالي شوي دې چې دغه معامله د اولسی ښېگړې او د قامي سلامتیا سره تعلق لري.
سپریم کورټ په خپلې فېصلې کې ویلي چې پلټنیز کمیشن دې خپلې پلټنې په څلور اونیو کې سر ته ورسوي او حکومت دې باید دغه کمیشن ته پلټنو لپاره ټولې اسانتیاوی ورکړي.
پاکستان کې د مخالفو ډلو تر ټولو ستر گوند مسلم ليگ(ن) مشر نواز شريف په گډون نورو کسانو په ستره محکمه کې د مېمو اسکېنډل د پلټنو لپاره خواستونه جمع کړې وؤ.
نواز شريف پخپله درخواست کې صدر زرداري، حسين حقاني او داعجاز منصور ترڅنگ دپاکستان پوځ مشر اشفاق پرویز کیاني او د استخباراتي ادارې ائی ایس ائي مشر جنرل احمد شجاع پاشا هم فريق جوړ کړي.
پاکستاني نژاده امريکائي تاجر منصور اعجاز تور لگولى چې هغه دمئ مياشت کې د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې دامريکائي ځواکونو په عملياتو کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن له وژل کيدو وروستو په واشنگټن کې دپاکستان دسفير حسين حقاني په وينا په صدر اصف علي زرداري پسې تړل شوى يو پيغام دامريکا پوځي مشر ايډمرل مائيک مولن ته رسولى ؤ.
ښاغلى اعجاز وائي په دغه پيغام کې انديښنه ښودل شوې وه چې دپاکستان پوځ په حکومت کودتا کولى شي ځکه نو امريکا بايد دپاکستان پوځي او استخباراتي مشران دفشار لاندې ونيسي.
حسين حقاني او پخپله وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دغه شکمن پيغام دپاکستان دجمهوري حکومت په ضد سازش گرځوي او ددې څخه دلا تعلقۍ څرگندونه کوي.
خو دحزب اختلاف دغوښتنو په ځواب کې وزيراعظم دلانجمن خط دپلټنو ذمه واري د قامي سلامتۍ په اړه پارليماني کميټۍ ته سپارلې او هغوي ته يې دخپل رپورټ زر تر زره دوړاندې کولو امر کړى.
ددغه پيغام څخه وروستو حسين حقاني نه استعفا اخستل شوې او دهغه پځايې دپاکستان داطلاعاتو پخوانۍ وزيره شيري رحمان په امريکا کې دپاکستان نوې سفيره مقرر کړل شوې.
جنرل کیاني او د ائی ایس ائي مشر لانجمن مېمو یو حقیقت گرځوي ولې حکومت دریځ لري چې مېمو یو نان ایشو دې.
دمسلم ليگ(ن)د مشر ناقدين وائي دحکومت له لوري دميمو گيټ اسکينډل دپلټنو د امر او حسين حقاني دسفير دعهدې څخه د برطرفۍ باوجود دنواز شريف په دې معامله سترې محکمې ته مراجعه کول دميډيا پام دخپل گوند په لوري راوړلو سره دسياسي گټو ترلاسه کول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG