لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت ايف ائي اى ته وئيلي مشرف دې په 26م مارچ حاضر کړي


د کال 2007م ددسمبر په مياشت کې چې کله بې نظير بهټو يوې سياسي جلسې ته دوينا کولو وروستو راستنيده نو په دغه مهال په پينډۍ کې په ډزو او بمي چاؤدنه کې وژل شوې وه
د کال 2007م ددسمبر په مياشت کې چې کله بې نظير بهټو يوې سياسي جلسې ته دوينا کولو وروستو راستنيده نو په دغه مهال په پينډۍ کې په ډزو او بمي چاؤدنه کې وژل شوې وه

د خالي په ورځ د پاکستان پخوانۍ وزيراعظمې او دپيپلز ګوند وژل شوې مشرې بې نظير بهټو دوژنې دمقدمې داوريدنې په مهال په پينډۍ کې دترهه ګرۍ دمخنيوي يو عدالت وفاقي پلټنيزې ادارې ايف ائي اى ته امر کړى چې پخوانى پوځي صدر پرويز مشرف په 26م مارچ دمقدمې داوريدنې په مهال عدالت ته حاضر کړي.
دترهه دمخنيوي عدالت جج نثار احمد دخالي په ورځ دمقدمې اوريدنه وکړه.
دخالي په ورځ په لندن کې دپاکستان دهائي کميشن لخوا دليږل شوي يو خط په حوالې ورکولو سره دمقدمې وکيل اظهر چوهدري وئيلي دي دعمل درامد کيدو لپاره ورانټ دبرطانيې هوم افس ته ليږل شوى.
يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې اظهر چوهدري دا هم وويل چې هائي کميشن هيله لري ديوې اوونۍ دننه دننه به ورته دبرطانيې دهوم افس لخوا ځواب ترلاسه شي.
دپراسيکيوشن په غوښتنه دپينډۍ دترهه ګرۍ دمخنيوي عدالت کارروائي تر 26م مارچ پورې ځنډولې ده.
دبې نظير بهټو دوژنې په کيس کې په 9م مارچ دپاکستان حکومت برطانوي چارواکو ته دپاکستان دپخواني پوځي صدر جنرال(ر) پرويز مشرف دګرفتارۍ وارنټ ليږلى ؤ.
دسرچينو له مخې دکورنيو چارو په وزارت کې فيډرل انوسټي ګيشن ايجنسۍ (ايف ائي اى) په لندن کې دپاکستان هائي کميشن ته وارنټ ليږلى ؤ چې کميشن دغه وارنټ دبرطانيې دخارجه چارو محکمې ته منتقل کړى دى.
دکال 2007م ددسمبر په مياشت کې چې کله بې نظير بهټو يوې سياسي جلسې ته دوينا کولو وروستو راستنيده نو په دغه مهال په پينډۍ کې په ډزو او بمي چاؤدنه کې وژل شوې وه نو په هاغه مهال پرويز مشرف دپاکستان صدر ؤ.
مشرف دا مهال په لندن کې دى او دهغه وياند بيا بيا وئيلي دي چې پرويز مشرف به په پاکستان کې دکومې مقدمې اوريدنې لپاره پاکستان ته نۀ ځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG