لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کروناوایرس: د هند ممبی ښار کې لاکډاون ولګېد


د هند په ممبی ښار کې د کروناوایرس د ټیسټ یو مرکز
د هند په ممبی ښار کې د کروناوایرس د ټیسټ یو مرکز

د هند د صحت وزارت د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې په یو شواروز کې یې د کرونا وبا څه د پاسه دري نېوي زره (۹۳۲۴۹) پېښې ریکورډ کړي دي، چې دا سږ کال په هند کې په څلرويشتو ګېنټو کې د کروناوایرس کېسونو تر ټولو لویه شمېره ده.

د مهاراشتر صوبې سرښار، ممبی کې چې د هند ستر اقتصادي مرکز هم ګڼل کیږي، لاکډاون لګېدلی او پابندۍ سختې شوې دي، ځکه د ملک د کرونا وایرس نویو پېښو نیمایي کېسونه هغلته مخې ته راغلي دي.

د مهاراشتر د صوبایي حکومت یو وزیر، نواب ملک، خبریالانو ته ویلي چې د ګل/دوشنبې ورځې نه به د شپې له اتو بجو نه د سهار تر اوو بجو پورې کرفیو لګیدلې اوسي.

همدا راز د ګل/دوشنبې ماښام نه پس به ټول شاپنګ سنټرې، سینماګانې، میخانې، رېسټورېنټونه، او عبادتځایونه هم وتړل شي. د هفتې په اختتام کې به پوره لاکډاون لګېدلی پاته وي.

د جانز هاپکېنز یونېورسېټۍ د شمېرو ترمخه، هند کې اوس مهال د کرونا وایرس د ټولو مثبتو کېسونو شمېر دوولس میلینه و څلور لاکو ته رسیږي، چې په دې سره په ټولې نړۍ کې د امریکا او برازیل نه پس، هند په درېیم نمبر دی. په امریکا کې دا شمېره د دېرش میلینه نه زیاته ده او په برازیل کې دیارلس میلینه ته نږدې شوې ده.

بل اړخ ته عیسایانو سږکال په زیاترو ملکونو کې خپل ایسټر اختر د کرونا له وجې په سختو حالاتو کې ولمانځه. میلینونه کسان په ټوله نړۍ کې د لاکډاون لاندې و، دا ځکه چې د کرونا وبا نوې چپه په اکثرو ځایونو کې لیدل کیږي.

په اېټلي کې هم د خالي/شنبې په ورځ درې ورځینی لاکډاون یا ټولبندیز ولګېده او په سېنټ پیټرز میدان کې د دویم کال دپاره د ایسټر دستوره کې د زیاتو خلکو راغونډېدل منع کړی شول.

په فرانس کې هم د اتوار/یکشنبې په ورځ د لاکډاون نوي ګامونه واخیستل شول، ځکه د کرونا وایرس د یوې نوې بڼې د خورېدو له امله، فرانس کې د هسپتالونو عاجلې څانګې ډکې شوي دي.

د فرانس صدر ايمانوېل ماکرون اولس ته په وینا کې خلکو ته خبرداری ورکړ چې تحفظي ګامونه دې په پام کې ساتي
د فرانس صدر ايمانوېل ماکرون اولس ته په وینا کې خلکو ته خبرداری ورکړ چې تحفظي ګامونه دې په پام کې ساتي

د کېنیډا په اونټاریو ایالت کې هم د درېیم ځل دپاره لاکډاون لګېدلی دی چې اته ویشت ورځې به دوام ولري. د هغه ملک په برېټش کولمبیا او کیوبک صوبو کې هم سختې پابندۍ لګېدلي دي.

په برازیل کې حالات خراب شوي او د کرونا وایرس نوې بڼه چې هلته موندل شوې وه، اوس خلکو کې زیاته خوره شوې او زیات کسان یې وژلي دي. د برازیل په ګاونډ کې، بولیویا او چیلي خپل باډرونه تړلي، او په اېکواډور او پېرو کې هم لاکډاونونه لګېدلي دي.

بل اړخ ته په اکثرو ملکونو کې د کروناوایرس د وېکسین عمل جاري دی او امید همدې ته دی چې د وېکسینونو په اخیستو سره به کرونا وایرس قابو کړی شي. امریکا د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په نړۍ کې اولنی ملک شو چې سل میلینه وګړو ته یې د کرونا بشپړ وېکسینونه ولګول.

صدر جو بایډن د کروناوایرس وېکسین دویم ډوز هم واخیست - امریکا کې د سلو میلینو نه زیاتو کسانو وېکسین لګولی
صدر جو بایډن د کروناوایرس وېکسین دویم ډوز هم واخیست - امریکا کې د سلو میلینو نه زیاتو کسانو وېکسین لګولی

خو په دې سره هم، د امریکا په ځینو سیمو کې د کرونا وایرس د نویو کېسونو شرحه جګه پاته ده. بایډن ویلي چې د اپرېل میاشتې تر ۱۹مې نېټې به لږ ترلږه نوي فیصده لویان په امریکا کې، د کروناوایرس وېکسین د اخیستو جوګه وي.

مګر په یورپي ملکونو کې، د امریکا په نسبت، د کرونا وېکسین پروګرامونه په تیزۍ سره نه عملي کیږي. د صحت د نړېوالې ادارې ترمخه، د یورپ صرف لس فیصده آباتۍ ته د کرونا وېکسین اېله یو خوراک/ډوز ورکړل شوی دی، او چې پوره وېکسین یې اخیستی، د هغو شرحه یوازې څلور فیصدو ته رسیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG