لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډاکټر فاوچي: امریکا کې به ډېر ژر حالات عادي شي خو اوس احتیاط په کار دی


د امریکا د وبایي امراضو د قامي انسټیټوټ مشر ډاکټر انټوني فاوچي

د کروناوایرس وبا سره د مقابلې په برخه کې د صدر جو بایډن سلاکار او په امریکا کې د وبایي امراضو د انسټیټیوټ مشر ډاکټر انټوني فاوچي وایي چې په دې ملک کې به د جولائی څلورمې جشن استقلال تر ورځې پورې حالات تر یو حده عادي شي.

امریکا کې تر اوسه قریب دېرش میلینه کسان په کروناوایرس اخته شوي او په دې مرض باندې د نړۍ تر ټولو زیات کسان هم په همدې هېواد کې مړه شوي دي. ډاکټر فاوچي د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې هغه د حالاتو ښه کېدو ته خوشبینه دی، مګر بیا یې هم ټینګار وکړ چې احتیاطي ګامونه باید هېر نشي، هسې نه چې د کرونا مرض نوې چپه راپیدا نشي.

په امریکا کې د کروناوایرس وېکسین لګولو عمل په تېزۍ سره روان دی او د خالي/شنبې په ورځ درې میلینه کسانو ته د کرونا وېکسین ولګول شو، چې دا په یوه ورځ کې په دې ملک کې د کروناوېکسین لګولو تر ټولو لویه شمېره وه.

ډاکټر فاوچي د اتوار په ورځ رسنیو ته وویل، هغه په دې باور دی چې د مئی میاشتې تر پایه به امریکا دومره د کرونا پوره اندازه وېکسینونه ولري چې هر امریکایي ته به وېکسین رسیدلی وشي.

بایډن تېره هفته وویل چې نه یوازې په عمر پاخه کسان، بلکې هر تن باید د مئې میاشتې له اولې نېټې نه پس د کروناوېکسین اخیستلو مستحق وګڼل شي.

د امریکا صدر دا پېشبیني هم وکړه چې د جشن استقلال (جولائی ۴مه) نمانځلو ته به کورنۍ ښایي وکړی شي سره راغونډې شي.

په امریکا کې د کرونا وېکسین لګولو عمل په تېزۍ سره روان دی
په امریکا کې د کرونا وېکسین لګولو عمل په تېزۍ سره روان دی

بل اړخ ته ډاکټر فاوچي هم د فاکس نیوز سنډې پروګرام کې د خبرو پر مهال وویل: "زه فکر کوم د جولائی څلورمې نېټې پېشبیني ډېره معقوله ده."

خو هغه دا خبرداری هم ورکړ چې کروناوبا لا هم په امریکا کې یوه خطره ده، ځکه دا تېره هفته هم د دې مرض د نویو کېسونو شمېر روزانه د پنځوسو او شپېتو زرو (۶۰۰۰۰-۵۰۰۰۰) ترمنځ ښکته پورته کېدله.

ډاکټر فاوچي له سي اېن اېن سره هم مرکه وکړه او هغه کې یې وویل چې دا یو ډېر کمزوره وخت دی، ځکه په یورپ کې چې چارواکو لاکډاونونه کم کړل، نو د نویو کېسونو شمېر بېرته زیات شوی دی.

فاوچي زیاته کړه چې امریکا کولی شي د داسې حالت مخه ونیسي خو د دې دپاره په کار ده چې هرڅومره ډېر کولی شي، خلکو ته وېکسینونه ولګوي.

د هغه وینا وه چې د وېکسین لګولو عمل به لا پسې تېزیږي ځکه امریکا کې به لا ډېر د صحت مرکزونه د وېکسین لګولو دپاره پرانېستل شي. د امریکا په ځینو ایالتونو کې ګورنرانو دستور ورکړی چې خلک بېرته خپل کاروبارونه شورو کولی شي او خپلو خلکو ته یې دا هم ویلي چې نور مجبوره ندي چې په عمومي ځایونو کې ماسک واچوي.

مګر د امریکا د وبایي امراضو د قامي انسټیټوټ مشر ډاکټر انټوني فاوچي وایي اوس لا د دې وخت ندی رارسېدلی چې د کروناوایرس په مقابله کې د کامیابۍ اعلان وکړو، ځکه هر وخت دا خطره شته چې بیا د کېسونو په شمېرو کې اضافه وشي.

XS
SM
MD
LG