لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وبا د نړۍ قرضونه زیات کړي


د انسټېټیوټ اف انټرنېشنل فاینېنس د شمېرو ترمخه د ۲۰۱۹ د اخیرۍ ورځو راهسې بېلا بېلو حکومتونو د ۳۰ ټرېلین ډالرو پورې قرضې اخیستې دي
د انسټېټیوټ اف انټرنېشنل فاینېنس د شمېرو ترمخه د ۲۰۱۹ د اخیرۍ ورځو راهسې بېلا بېلو حکومتونو د ۳۰ ټرېلین ډالرو پورې قرضې اخیستې دي

د تېر یو کال راهسې چې په دنیا د کرونا وایرس وبا خپره شوي نه یوازې نړیوال اقتصاد په کښته تللی بلکې په نړیواله کچه د حکومتونو، کاروبارونو او په انفرادي توګه د کورنیو په قرضونو کې ۱۲ فیصد اضافه شوي او مجموعي مالیت یې ۲۸۹ ټرېلین (کرب) ډالر ته رسېدلی دی.

د انسټېټیوټ اف انټرنېشنل فاینېنس د شمېرو ترمخه د ۲۰۱۹ د اخیرۍ ورځو راهسې بېلا بېلو حکومتونو د ۳۰ ټرېلین ډالرو پورې قرضې اخیستې دي.

د رپورټ ترمخه که څه هم په اقتصادي توګه ترقیافته ملکونو کې د اقتصاد د بحالۍ عمل شروع شوی خو په مخکې تلونکو ملکونو کې د اقتصادي بحالۍ دغه رفتار مختلف دی او هغو ملکونو چې په تېر یو کال یې د معاشۍ بدحالۍ په مهال او د ماليي په امدن کې د کمي په سبب یې قرضونه اخېستي، د سود پېټی پې زیات شوی.

د انسټېټیوټ اف انټرنېشنل فاینېنس د شمېرو ترمخه چېک ريپبلېک او ګانا هغه ملکونه دي چې په قرضو کې یې ۳۵ فیصد اضافه شوی د دې نه علاوه د فلېپینز، چین، انډونېشیا او اسرایل په قرضونو کې ۲۵ فیصد زیاتوالی شوی دی.

د وي او ای رپورټ وايی اقتصاد پوهان په ملکونو د قرضونو زیاتېدلو پرېشان کړي او دوی فکر کوي چې ایا دغه ملکونه به په اینده کې نویو اقتصادي مشکلاتو سره څنګه مخامخ کېږي؟

د وي او ای رپورټ وايي د امریکې، برطانيي، فرانس او جرمني په شان مظبوطو اقتصادونو د وړو اقتصادونو نه زیات قرضونه اخیستي دي خو دغه لوی اقتصادونه د قرض د بېرته ادا کولو زیات صلاحیت لري او د امریکې په شان ملک هم په داسې کرنسۍ کې قرض ادا کوي چې خپل قابو پې لري.

د رپورټ ترمخه د کرونا وبا په مهال د ځینو مضبوطو اقتصادونو په قرضونو کې په ډرامايي انداز کې زیاتوالی وشو. د مثال په توګه اېستونیا په پور کې ۹۲ فیصد اضافه، د نیوزي لېنډ په قرض کې ۸۱ فیصد، د سلووېکیا په قرض کې ۵۹ فیصد او د اسټرېلیا قرض ۵۶ فیصد زیات شو.

په کومو ملکونو کې چې یورو کرنسي استعمالیږي، په قرضونو کې یې ۲۰ فیصد زیاتوالی شوی دی.

د انسټېټیوټ اف انټرنېشنل فاینېنس وايي د قوي اقتصاد ۲۸ ملکونو د ۲۰۲۱ په لومړو میاشتو د قرضونو د کمولو دپاره ګامونه اخیستې دي خو امریکا په دغو ملکونو کې نه ده شامله او د ۳۷۲ ارب ډالرو مالیت نورې قرضې یې اخیستي دي. د امریکې د مجموعي قرضې مالیت ۲۷ ټرېلین دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG