لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نړۍ کې د کرونا واېرس نه د اغېزمند شوو خلکو شمېره د 76.5 ملین نه سېوا شوې


محمد اکرام

په ټوله دنیا کې د کرونا واېرس د لاسه اغېزمند شوو خلکو شمېره د 76 ملینه 5 لاکه او 59 زره نه سیوا شوې او تراوسه پورې ددې د لاسه د مړو شمېره 16 لاکه او 90 زره ته رسېدلې.

اخوا برطانیه کې د کرونا واېرس نوي قسم په تېزۍ سره خوریدو یرې زیاتې شوي.

د امریکې جان هاپکنز یونیورسټۍ ترمخه په نړۍ کې د کرونا وایرس د لاسه د ټولو نه زیات په امریکا کې 17 ملینه او 7 لاکه، په دوېم نمبر هندوستان کې 10 ملینه او 31 زره او په درېم نمبر په برازیل کې اووه ملینه، دوه لاکه او 13 زره نه زیات خلک متاثره شوي دي.

په امریکا کې تراوسه پورې د کرونا واېرس د لاسه درې لاکه او شپاړس زره ، برازیل کې یو لاک 86 زره او په هندوستان کې یو لاک او 45 زره خلک مړه شوي دي.

پاکستان کې په تېر یو شواروز کې د کروناوایرس د لاسه نور اتیا کسان مړه شوي. د پاکستان د سرکاري شمېرې ترمخه په ملک کې تراوسه پورې د کرونا واېرس نه د مړو شمېره 9330 ته رسېدلې او ددې د لاسه څلور لاکه او اووه پنځوس زره نه زیات خلک متاثره شوي دي.

برطانیه کې امکان دی په ملینونو خلک د کرسمس خوشحالو لمانځلو لپاره خپل پلانونه پداسې حال وځنډوي چې ساېنس پوهانو خبرداری ورکړی چې د کرونا واېرس یو نوی قسم ډېر په تېزۍ سره خوریږي.

د برطانیې وزیراعظم بورس جانسن یو خبري کانفرنس ته ویلي د اتوار د ورځې نه د دوه هفتو پورې به د کرونا واېرس مخنیوي لپاره د ملک بېلا بېلو سیمو کې سخت بندیزونه په ځای وي.

د یورپ یو شمېر ملکونو د کرونا واېرس د زیاتې خطرې له کبله برطانیې ته په پروازونو بندیزونه اعلان کړي. د برطانیې خبري ادارې بي بي سي ترمخه نېدرلېنډز او بېلجیم برطانیې ته په هوايي او زمکني سفرونو باندې پابندي لګولې او آېرلېنډ د اتوار د شپې دولس بجو نه برطانیې ته په سفر کولو بندیز اعلان کړی. جرمني هم اعلان کړی چې د اتوار د شپې نه به برطانیې ته د پروازونو په تګ راتګ بندیز وي.

د صحت نړیوالې ادارې ویلي د کرونا نوی قسم په نېدرلېنډز، ډنمارک او آسټرېلیا کې هم معلوم کړی شوی دی. یورپ کې د صحت نړیوالې ادارې مشرې کېتهرېن سمال ووډ ویلی په دغه ملکونو کې معلوم شوي د کرونا نوي قسم شمېره ډېره لږه ده چې پکې نهه ډنمارک کې او یو یو په نېدرلېنډز او آسټرېلیا کې معلوم کړی شوي. خو نوموړې زیاته کړې چې ځنې نوروملکونو هم دوي ته د کرونا واېرس نورو قسمونو په اړه معلومات ورکړي چې په برطانیه کې معلوم شوي نوي قسم په رنګ جنیاتي بدلونونه لري.

په برطانیه کې د کرونا واېرس نوي قسم په حقله ویل شوي چې دا د کرونا واېرس اولني قسم نه د 70 فیصد پورې زیات په تېزۍ سره خوریږي خو د جینیاتي بدلون او د کرونا واېرس اولني قسم باندې ددې د اثراتو په حقله تراوسه پورې ساېنسي معلومات واضحه نه دي.

XS
SM
MD
LG