لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ او بایډن په میلینو امریکایانو ته د کورونا د ویکسین ورکولو لوظونه کړي


سټیو هرمېن

صدر ډانلډ ټرمپ او منتخب صدر جو بایډن د یو بل نه د 160 کلومیټره او ددې نه هم په نوره ډېره سیاسي فاصله د دسمبر په اتمه د کوروونا وبا خلاف د تندو ګامونو اخستلو لوظونه کړي دي.

صدر ټرمپ په وایټ هاوس کې یوه صدارتي حکمنامه لاس لیک کړې او لوظ یې کړی دی چې امریکایانو ته به د کورونا ویکسین تر ټولو د مخه رسي، خو دا په ډاګه نه ده دا کار به څنګه وشي. هغه وویل:

"ددې حکمنامې لاندې د صحت او انساني ښېګړو ادارو مشرانو ته امر شوی دی چې باید داسې ګامونه واخلي چې امریکایانو ته د کویډ 19 ویکسین تر ټولو د مخه ورسي”

د صدارتي حکمنامې د لاس لیک کولو څخه دمخه هغه د صحت او انساني ښېکړې خپلو ډلو ته په وینا کې وویل:

“په راتلونکو څو میاشتو کې به شمیری ډېرې په تیزۍ سره په ښکته راشي”

هغه د کورونا ویکسین په هکله وویل "دا د جدید عصر یو معحزه ده".

بلې خواته دا وخت په امریکا کې د کورونا نه اغیزمن کیدونکو او په هسپتالونو کې داخیلیدونکو په شمیره کې تاریخي اضافه روانه ده, ځکه هم د ډیلیویر د ویلمینګټن ښار د مرکزي بازار په یو هال کې منتخب صدر جو بایډن ډېر خوشبینه نه لیدل کیدلو. هغه وویل:

“دېو قام په توګه مونږ د ډېر وخت راهسې د کورونا د وبا سره مخ یو، او ویره ده مونږ ټولو ته به دا ناروغي وشي”

د خپل د صحت د ډلې د پیژندګلو په مهال ښاغلي بایډن وویل په دې وخت کې ډېر څه کول ممکن نه دي، باید په یو بل اعتماد وکړو، او تکلیف، غم او مړینو ته تیار ووسو.

هغه لوظ وکړلو چې د خپل صدارت په لومړیو 100 ورځو کې به 100 میلینو امریکایانو ته د کورونا ویکسین ورکوي. خو د هغه په خیال دې سره ممکن نه ده د کورونا وبا ختمه شي. هغه البته دا وویل:

“مونږ ددې مخه اړولی شو” بایډن وویل:

“ د نوي صدر په توګه به زه امریکایانو ته دا وایم چې یواځې د سلو ورځو د پاره ماسکونه ولګوئ، د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې خیال وکړئ، چې زه دفتر ته ورسم تر سلو ورځو ماسکونه کوز نه کړئ”

صدر ټرمپ ددې تپوس په ځواب کې چې په وایټ هاوس کې د صحت په غونډه کې د بایډن د صحت د چارو غړي ولې نه دي بلل شوي وویل دا ضمانت نه شي ورکولې چې بایډن ته به د جنورۍ په شلمه واک منتقل شي، هغه وویل:

“مونږ ګټلې ده”

صدر ټرمپ په صدارتي ټاکنو کې د اولسي ووټونو تر څنک په بایډن الیکټورل کالج هم بایللی دی خو وايي:

“تمه ده راتلونکی دور به هم د ټرمپ وي”

په امریکا کې ۱۵ میلینو زیاتو خلکو ته کورونا شوې ده، او 285 زره خلک ددې ددې نه مړه دي.

دا په نړۍ کۍ تر ټولو لوېئ شمیرې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG