لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي-پي-جی د پاکستان حکومت لخوا د ریډیو مشال دفتر بندول غندلي


Radio Mashaal Logo
Radio Mashaal Logo

د خبریالانو د حقونو او خوندیتوب لپاره کارکونکې نړوالې ادارې (کمېټي ټو پروټکټ جرنلسټس) د پاکستان حکومت له خوا د ریډیو مشال تړل غندلي.

د واشنګټن نه د جمعې په شپه د ادارې لخوا په یو بیان کې ویل شوي په اسلام اباد کې د مشال راډیو دفتر بندول په پاکستان کې ٫٫د صحافت ازادۍ ته ګواښ٬٬ دی.

د سي پي جی د اسیا يي هیوادونو لپاره مشر سټیون بټلر په دغه بیان کې ویلي چې مشال راډيو په پاکستان کې د مالوماتو او خبرونو یوه مهمه سرچینه ده. سټیون بټلر ویلي چې مشال راډیو باید بې د حکومت له نور فشاره په دې هیواد کې خپل کار کولو ته پریښودل شي.

د ازادۍ ریډیو (ریډیو فري یورپ) مشر ټام کېنټ بیا ویلي پاکستاني چارواکو ورته په اسلام اباد کې دپښتو ٫٫ رېډیو مشال٬٬ دفتر تړلو په اړه هیڅ جواز نه دی وړاندې کړی او د پاکستاني حکومت دغه ګام يې غندلی.

د امریکا خبري ادارې اېسوسي اېټډ پریس ته په یو برېښنالیک یا اي میل کې د ادارې مشر ټام کینټ ویلي ٫٫ پاکستاني چارواکو لخوا ورته د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د دفتر د تړلو ویل شوي، خو د دفتر تړلو څه خاص علت نه دی ښودل شوی.٬٬

د ادارې مشر زیاته کړی ٫٫ په نژدیو ورځو کې مونږ د ریډیو مشال د داسې هیڅ قسمه خبر یا خبرونو نه یو خبر چې د پاکستان حکومت غبرګون يې پارولی وي.٬٬

ښاغلي کینټ زیاته کړی چې پښتو ٫٫ ریډیو مشال٬٬ په پاکستان کې د خپلو اوریدونکو لپاره د باوري او بې پلوه معلوماتو او خبرونو مهمه لار ده او هیله یې څرګند کړې دغه ستونزه به ډیر زر د پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو په لار هواره کړي.

تیره ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پوځي استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په وینا د پښتو «رېډیو مشال» د یو شمیر تورونو لګولو تر څنګ په اسلام اباد کې د رېډیو د دفتر د تړلو امر کړی وو. مشال رېډیو (رېډیو فري یورپ) د پاکستان حکومت تورونه رد کړي او وايي اوریدونکو ته بې پلوه مالومات ورکوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه رسمي خبرپاڼه کې چې د اسلام اباد چیف کمیشنر او د پولیسو مشر ته لېږل شوې، ویل شوي چې د ایي ایس ایي د رپوټ له مخې د مشال رېډیو پروګرامونه "د پاکستان د ګټو خلاف او د دوښمن هېواد د استخباراتي ادارې له ایجنډا سره برابر دي"

د خبريالانو د خونديتوب د نړيوالې کمېټې لخوا له بيان وروسته پېښور پرېس کلب او خېبر يونين اف جرنلسټس هم د خالي په ورځ په یوه اعلامه کې د مشال راډيو د دفتر پرانيستلو لپاره غږ پورته کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG