لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي پي جى : نړيوال تنظيمونه د خبريالانو په تحفظ کې ناکامه شوي دي


سي پي جى : نړيوال تنظيمونه د خبريالانو په تحفظ کې ناکامه شوي دي
سي پي جى : نړيوال تنظيمونه د خبريالانو په تحفظ کې ناکامه شوي دي

د کميټي ټو پروټيکټ جرنلسټس کليز راپور اټيکس ان دي پريس کې د44ؤ خبريالانو، ايډيټرانو او فوټو گرافرانو وژنې او دنورو 145ؤ کسانو دبندي کولو پيښې درج دي، چې دبندي شوؤ کسانو دغه شميره د1996ء څخه راپديخوا تر ټولو زياته ده.
دبندي شوؤ کسانو څخه دنيمو تعلق ايران او چين سره دى يعنې ددغو دواړو هيوادونو څخه هر هيواد کې 34 کسان په زندان کې اچول شوي دي.
دسي پي جى ايشياء پرگرام کوارډينيټر باب ډيډز وائي په پاکستان کې تير کال لږ ترلږه اتۀ خبريالان وژل شوي.
په پاکستان کې زياتره خبريالان يا دډزو په زد کې راغلي يا دبمبارۍ پيښو او يا دترهه گرۍ دبريدونو دکور کولو په مهال وژل شوي دي.
سږ کال په کراچۍ کې يو مشهور رپورټرولي خان بابر هم وژل شوى دى
په عراق کې چې په کال 2004م او 2005م کې دخبريالانو لپاره زيات خطرناک هيواد ؤ وضعيت په ښکاره توگه ښه شوى دى.
سي پي جى وائي دغلته تير کال پينځه خبريالان وژل شوي دي.
په کال 2003م کې دجگړې پيل کيدو راپديخوا دغه شميره تر ټولو کمه ده.
راپور کې وئيل شوي دي په کيوبا کې هم وضعيت ښۀ شوى، هلته په کال 2010م کې 17 خبريالان دزندان څخه خوشې کړل شوي.
اټيکس ان دي پريس کې لاطيني امريکا او چين کې دسينسرشپ مخ په زياتيدونکي رجحانات، افريقا کې دپلټنو کوونکو خبريالانو په ضد انتقامي کارروايۍ، مينځني ختيز او شمالي افريقه کې دخبرونو او رائيو مخنيوي لپاره دترهه گرۍ دمخنيوي قوانينو کارولو پيښې هم درج دي.
راپور کې وئيل شوي دي
دخبريالانو په وژنه کې دککړو نوي فيصده مجرمانو پته شي نۀ شي لگولى او کوم خلک چې وژل شوي دهغوي څخه شپيتوؤ فيصدو څخه زياتو ته دوژل کيدو څخه يوه اوونۍ وړاندې دړکې ورکړل شوې وې.
سي پي جى وائي بايد دغه رقم جرمونه له مينځه يوړل شي.
دغه ډلې چې په ټوله نړۍ کې دپريس دازادۍ لپاره کار کوي، يواځې يې په انفرادي حکومتونو نيوکې نۀ دي کړي چې دپريس په ازادۍ کې ناکامه شوي دي بلکې ملگري ملتونه، ارگنائزيشن اف امريکن اسټيټس او دافريقائي يونين پشان په نړيوالو ادارو يې هم نيوکې کړي چې هغوي دپريس دازادۍ په دفاع کې دزړۀ داخلاصه گامونه نۀ دي اخستي.
دسي پي جى ډائريکټر جوئل سيمون په ملگرو ملتونو کې ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال په ځانگړې توگه دملگرو ملتونو په عمومي سکتر بانکي مون نيوکه وکړه چې هغه دنورو څيزونو ترڅنگ تير کال دامن دنوبل انعام گټونکي ليو ژيابو ته مبارکي نۀ ده ورکړې.
ژيابو دبشري حقونو لپاره هلې ځلې کوونکى چينائي وگړى دى چې اوس مهال په زندان کې دى.
خو دبانکي مون وياند دغه نيوکه رد کړې او وئيلي يې دي چې عمومي سکتر پخپلو اولسي بيانونو او دپردې ترشا هڅو کې پرله پسې دپريس دازادۍ په اړه خپل غږ پورته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG