لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ: اسټریلیا په یوه ورځنۍ لوبه کې هندوستان ته په ۱۰ وکټو ماتې ورکړه


په هندوستان کې د کوربه هند او اسټریلیا کرکټ لوبډلو ترمنځه د یوه ورځنیو لوبو سیریز په لومړۍ لوبه کې اسټریلیا کرکټ لوبډلې هندوستان په لوې توپیر ماتې ورکړه او د اسټریلیا اوپنرانو د هندوستان پرضد تر ټولو لوې پارټنرشپ هم جوړ کړو.

د اسټریلیا اوپنرانو ډیوډ وارنر او اېرین فنچ د هندوستان لخوا ورکړل شوی د ۲۵۵ منډو حدف بې د سوځیدو په ۳۷.۴ اوورونو کې پوره کړو. دا د هندوستان پرضد د کومې لوبډلې تر ټولو لوې پارټنرشپ شو.

د ممبۍ ښار په ونکډی سټیډیم کې اسټریلیا د ټاس ګټلو وروسته کوربه هندوستان ته د لومړي بیټنګ بلنه ورکړه. د هندوستان ټول لوبغاړي په ۴۹.۱ اورونو کې په ۲۵۵ منډو جوړولو وسوځیدل.

د هند لوبډلې لومړی وکټ په ۵ اوور کې اوټ شو کله چې د مچل سټارک د روهت شرما وکټ واخست. د روهت شرما وروسته شېکر دهون او کی اېل راهول ښه بېټنګ وکړو او په ګډه يې د ۱۰۰و نه سېوا منډو پارټنرشپ جوړ کړو. خو د دغه دواړو وروسته د هندوستان پاتې لوبغاړو د اسټریلیا د بالرانو مقابله وه نه کړی شوه.

شېکر دهون ۷۴، کې اېل راهول ۴۷، رشنت پېنټ ۲۸، جدیجا ۲۵ کلدیپ ۱۷ او د هندوستان کېپتان او د نړۍ تر ټولو غوره بېټسمین ویراټ کوهلي ۱۶ منډې جوړې کړي.

د اسټریلیا لخوا یو وارې بیا مچل سټارک تر ټولو غوره بالنګ وکړو او د هندوستان ۳ لوبغاړي يې اوټ کړل. پېټ کمنز او رچرډسن ۲،۲ او اېډم زمپا او اګار ۱، ۱، وکټ ترلاسه وسوځوو.

د ۲۵۵ منډو په ځواب کې د اسټریلیا اوپنرانو ډیوډ وارنر او کېپتان اېرن فنچ تیزه لوبه پېل کړه او دواړه د هندوستان تیز او سپن بالران ښه بالنګ ته پرې نه ښودل.

په لومړي ۱۰ اوورونو کې اسټریلیا ۸۴ منډې جوړې کړې وې خو د پاور پلی وروسته هم دواړو خپله تیزه لوبه جاري وساتله. ډیوډ وارنر په ۸۸ بالونو خپله سنچري جوړه کړه چې پکې ۱۲ څلوریزې او ۳ شپږیزې هم وې. هم دغه شان اېرن فنچ په ۱۰۸ بالونو ۱۰۰ منډې پوره کړې چې پکې ۱۲ څلوریزې او ۲ شپږیزې شاملې وې.

د اسټریلیا اوپنرانو د لوبې په ۳۷.۴ اوور کې د هندوستان لخوا ورکړل شوی حدف ترسره کړو او دواړه ناټ اوټ پاتې شول. ډیوډ وارنر ۱۲۸ او اېرون فنچ ۱۱۰ رنزونه وکړل.

د اسټریلیا اوپنرانو د هندوستان پرضد دغه پارټنرشپ د هندوستان پرضد د کومې لوبډلې تر ټولو لوې پارټنرشپ دی. وړاندې د دغې په کال ۲۰۱۶م کې هم د اسټریلیا لوبغاړو سټیون سمته او جارج بېلي د هندوستان پرضد په په پرته کې د ۲۴۲ منډو پارټنرشپ جوړ کړی وو.

د هندوستان او اسټریلیا تر منځه د دریو لوبو دغه سیریز دویمه لوبه به په ۱۷مه او دریمه او اخیرۍ لوبه په ۱۹ نېټه ترسره کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG