لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوبۍ : پاکستان لمړي ټېسټ کې انگلېنډ ته په لس وکټو ماتې ورکړه


دغه مېچ گټو سره پاکستان ته په درې مېچونو سریز کې د صفر په مقابله کې یو سره بری ترلاسه شوې دې.
دغه مېچ گټو سره پاکستان ته په درې مېچونو سریز کې د صفر په مقابله کې یو سره بری ترلاسه شوې دې.

دوبۍ کې شوي لمړي کرکټ ټيسټ ميچ کې د پاکستان کرکټ ټېم د انگلېنډ کرکټ ټېم ته په لسو وکټو سره ماتې ورکړې ده.
دغه مېچ گټو سره پاکستان ته په درې مېچونو سریز کې د صفر په مقابله کې یو سره بری ترلاسه شوې دې.
د ټېسټ مېچ په دریمه ورځ د انگلېنډ ټېم په خپل دوهم اننگز کې په 160 رنز جوړولو اوټ شو. د پاکستان لخوا تېز باولر عمر گل څلور لوبغاړي اوټ کړو.
سعید اجمل چې په اولني انگز کې یې اووه وکټې اخستې وې په دوهم اننگز کې درې وکټې اوټ کړې. سپنر باولر عبدالرحمان هم د انگلېنډ درې لوبغاړي اوټ کړو.
د انگلېنډ لخوا ټراټ د ټولو زیات 49 رنز جوړ کړو. د انگلېنډ ټېم په اولنی اننگز کې په 192 رنز اوټ شوې ؤ.
د پاکستان ټیم په خپل اولنی اننگز کې 338 رنز جوړ کړي ؤ. د نگلېنډ ټیم که څه هم ځان د اننگز ماتې نه بچ کولو کې کامیاب شو خو ولې پاکستان ټېم مېچ په دوهم اننگز کې بغېر د کوم وکټ د زیان سره وگټلو.
دانگلېنډ ټېم چې د ټېسټ کرکټ په نړیواله درجه بندې کې په اول نمبر ده په نورو دوؤ مېچونو کې بري لپاره سخت محنت کول وی. 

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG