لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند په ورلډ کپ کې ساوت افریقې ته په ماتې ورکولو خپله اوله لوبه وگټله


د کرکټ نړېوال کپ په سیالیو کې چې په برطانیې کې روانې دي، نن د شورو یا چهارشنبې په ورځ، د هند ټیم وکولای شول په شپږو ویکیټو ساوت افریقې ټیم ته ماتې ورکړي.

په نننۍ لوبه کې، ساوت افریقې اول بیټینگ وکړ او په پنځوسو آورونو کې یې ٢٢٧ منډې وکړې، او د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې، هند ته یې د ٢٢٨ منډو هدف وټاکه. د ساوت افریقې تر ټولو زیات رنزونه، کرېس مورېس وکړل چې ۴٢ منډې وې.

په دویم ایننگ کې، هند وکولای شول چې یوازې د څلورو بټسمنانو په سوځېدو سره یې، تر اته څلویښتم آوره پورې ٢٣٠ رنزونه وکړي او لوبه وگټي. د هند په بټسمنانو کې تر ټولو زیاتې منډې روهټ شرما وکړې چې ١٢٢ رنزه و، او تر آخره هم آوټ نشو.

دا په ورلډ کپ کې د هند لومړنۍ لوبه وه، چې هغه یې هم وگټله. اوس مهال د نړېوال جام په سیالیو کې هند د یوې لوبې په ترسره کولو دوه پواینټه لري، او پاکستان د دوو لوبو په ترسره کولو همدومره پواینټونه خپل کړي دي.

د کرکټ په ورلډ کپ سیالیو کې به سبا د پنجشنبې/زیارت په ورځ به آسټرالیا د ویسټ اینډیز سره مقابله وکړي، او د جمعې په ورځ به پاکستان د سري لنکا په وړاندې لوبې ته ولاړ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG