لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرکټ د سپېن بالنګ جادوګر عبدالقادر خان په حق ورسید


د پاکستان د کرکټ پخوانی پیژندلی لوبغاړی او په نړیواله کچه د سپېن بالنګ جادوګر عبدالقادر خان په لاهور کې د زړه د حملې له وجې په حق ورسید.

خدای بخښلی د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې ځیږیدلی وو خو ژوند يې په لاهور ښار کې کوو.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي د عبدالقادر خان د مړینې په خبر سخت غمجن شوي دي. د پاکستان وزیراعظم عمران خان او صدر عارف علوي هم د عبدالقادر خان په مړینه سخت خفګان ښودلیاو نوموړي ته يې د عقیدت پېرزونې وړاندې کړي.

عبدالقادر خان د کرکټ د بالنګ په اړخ کې په ټوله نړۍ کې د خپل کمال او جادو لپاره پيژندل کیدو. د هغه د بالنګ انداز ته ګګلي نامه ورکړل شوې وه او لږ تر لږه د هغه د بالنګ انداز د اسټریلیا پخواني کرکټر شېن وارن او د پاکستان بل بالر مشتاق احمد هم خپل کړی وو.

خدای بخښلي څو ځله په یوه ورځني او ټسټ لوبو کې مخالف لوبډلې ته د خپل بالنګ د کمال په وجه ماتې ور کړې وه.

عبدالقادر خان د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره په ۶۷ میچونو کې ۲۳۶ وکټې او ۱۰۴ یوه ورځني لوبو کې ۱۳۲ وکټې ترلاسه کړې وې.

عبدالقادر خان په خټه پښتون وو. نوموړي به په پښتو کې روانې خبرې کولې او یو ځل يې وي او ای ډیوه ته په مرکه کې ویلي وو چې د مور دمرګ نه وروسته ورسره په کور کې د پښتو ویلو لپاره څوک پاتې نه شو.

عبدالقادر۔
عبدالقادر۔

د خدای بخښلي عبدالقادر په مرګ د پاکستان تر څنګ د نړۍ د کرکټ ستورو خپل خفګان ښودلی او د نوموړي سره د تیر شوي وخت او یا د هغه د لوبې ستاینه يې کړې.

دعبدالقادر خان د مرګ خبر د کرکټ مینه والو تر څنګ په ګرده نړۍ کې د کرکټ اوسني او پخواني لوبغاړي هم غمجن کړي.

د اسټریلیا پیژندلی بالر شېن وارن چې دا مهال په انګلېنډ کې د اسټریلیا او انګلېنډ ترمنځه روانې لوبې کمنټري کوي، د کمنټرۍ په مهال د عبدالقادر په مرګ خپل حفګان وښود او زیاته يې کړه چې د عبدالقادر بالنګ او د هغه انداز نه يې ډیره زده کړه کړې ده.

د هندوستان پيژندلي سپېن بالر هربجنګ سنګه د عبدالقادر خان د مرګ د خبر وروسته د عبدالقادر سره خپل یو شریک عکس خپور کړی او دوه کاله وړاندې يې د هغه سره د خپل ملاقات ذکر هم کړی.

د پاکستان کرکټ لوبډلې یو شمیر پخواني او موجوده لوبغاړو هم د عبدالقادر خان په مرګ سخت حفګان ښودلی او د هغه کورنۍ ته يې په دې غم کې د صبر دعاګانې کړي.

د پاکستان ټسټ کرکټ وتلي سپېن بالر یاسر شاه هم په یو ټوېټ کې د نوموړي به مرګ خفګان ښودلی.

عبدالقادر خان په کال ۱۹۷۷م کې د انګلېنډ پرضد په ټسټ لوبه کې د کرکټ لوبه پېل کړه او د کال ۱۹۹۹ پورې د پاکستان کرکټ لوبډلې سره د بالر په هیڅ لوبه کوله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG