لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوټن کرائمیه روس کې د شاملولو اعلان وکړو


پارلیمنټ ته د تقریر ورستو صدر پوټن کرائمیه روس کې د شاملولو یو دستاویز لاس لیک کړو
پارلیمنټ ته د تقریر ورستو صدر پوټن کرائمیه روس کې د شاملولو یو دستاویز لاس لیک کړو
د روس صدر ولادیمیر پوټن نن کرائمیه د روس رسمي برخې جوړیدو اعلان وکړو. د پارلیمنټ گډې غونډې ته په وینا کې ښاغلې پوټن وویل چې کرائمیه د روس په تاریخ کې ځانگړی ځائې لري. نوموړي دا وعده هم وکړه چې روس به هغه ټولو روسیانو چې بهر ژوند کوي د هغوي دفاع به کوي.
د امریکا واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وايي ښاغلي پوټن په اصل کې د یوکرین په ختیز کې موجودو روسیانو ته اشاره وه. هغه وویل د بهرنیو روسیانو د حقونو دفاع به په سیاسي، ډپلومیټي او قانوني چارو د لارې کوي. پارلیمنټ ته د وینا په وخت ښاغلې پوټن وویل د کرائمیه نه ورستو د نورو سیمو د نیولو اراده نه لري. د ٥٠ منټو په تقریر کې ښاغلي پوټن د هغه ټولو شکایتونو ذکر وکړو چې روس يي د غربي نړۍ نه لري.
په دغه کې هغه د پخواني شوري اتحاد د ماتیدو، کوسوو د جوړیدو، نیټو غځول، لیبیا، عراق او شام ذکر وکړو. هغه وویل چې په کال ١٩٩٠ کې روس د جرمني د اتحاد مرسته کړې وه او امید يي څرگند کړو چې جرمنیان به هم د روس د بیا پریو ځائې کیدو مرسته وکړي.
واشنگټن پوسټ وايي د صدر پوټن دغه گام ښکاري داسې چې نه ده امریکا او نه د یورپ فشار په روس کوم اثر کړی. د کرائمیه د روس سره د یوځائې کیدو له امله د لومړی ځل دی چې د ماسکو او غربي نړۍ ترمنځ اختلافات د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې د کال ١٩٨٩ د شخړې شیبو ته رسیدلې.
د یوکرین سرښار کییو کې موقتي وزیراعظم ارسنی یټسینیوک په قامي ټیلي وژن تقریر ووکړو او واشنگټن پوسټ وايي داسې ښکارې ده چې هغه ته خپل حدونه معلوم وو. هغه وویل یوکرین به د غربي هیوادونو پوځي ائتلاف نیټو کې شمولیت نه اختیاروي.
په عین حال کې د امریکې نائب صدر جو بائډن د یوکرین او کرائمیه په صورتحال د اتحادي هیوادونو مشرانو سره خبرو اترو دپاره پولینډ ته رسیدلی دی. د پولینډ ورستو به هغه د لیتوینا دوره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG