لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرائميه : د ريفرنډم نتيجې روس سره د يوځايې کېدو په حق کې مخې ته راغلي


د روس سرکاري ميډيا ادعا کړې چې ريفرنډم کې روس سره د يو کېدو په حق کې د ووټونو اچوؤنکو شمېره د ۹۵ فيصده نه زياته وه
د روس سرکاري ميډيا ادعا کړې چې ريفرنډم کې روس سره د يو کېدو په حق کې د ووټونو اچوؤنکو شمېره د ۹۵ فيصده نه زياته وه
د يوکرين د جزيره نما کرائميه وزيراعظم اعلان کړی چې د اتوار په ورځ ترسره شوي ريفرنډم کې ۹۳ فيصده ووټونه د کرائميه روس سره د الحاق يا يوځايې کېدو په حق کې اچول شوي دي . ولې يوکرين او امريکې د دغې ريفرنډم نه منلو اعلان کړی او دا يې غېر قانوني گرځولی دی ، ولې روس وئيلي چې ريفرنډم د نړيوال قانون لاندې شوی دی .
د راپورونو ترمخه د يوکرين په کرائميه سيمه کې د اتوار په ورځ روس سره د يو ځايې دپاره د ترسره شوي ريفرنډم وروستو د نيمې خودمختاره علاقې روسي پلوه وزيراعظم سرجئ اکسيانووف خبريالانو سره خبرو کې ووئيل ، چې د هغه په خيال د ۹۳ فيصده نه زيات ووټونه د سيمي روس سره د يو کېدو په حق کې اچول شوي دي .
د روس سرکاري ميډيا ادعا کړې چې ريفرنډم کې روس سره د يو کېدو په حق کې د ووټونو اچوؤنکو شمېره د ۹۵ فيصده نه زياته وه . او د ريفرنډم دپاره د جوړ کميشن موقعتي مشر ميخائيل مېلی شوو وئيلي چې ريفرنډم کې د ووټونو اچولو شرح ۸۳ فيصده وه .
راپورونه وايې د ريفرنډم د لمړو نتيجو مخې ته راتلو نه وړاندې د امريکې صدر براک اوباما د روسي صدر ولادې ميرپيوټن سره په ټيلي فون خبرې کړي دي ، او د روسي چارواکو په وينا دواړه مشران د يوکرين د استحکام دپاره په گډه هڅو کولو صلاح شوي دي .
ولې د دواړو مشرانو د خبرو نه وړاندې د سپينې ماڼۍ يو وياند د کرائميه ريفرنډم د يوکرين د ائين سره په ټکر گرځولی او خبرداری يې ورکړی ؤ چې نړيواله ورورولي به د دې نتيجې ونه مني . وياند زياته کړې وه چې د روس د پوځي مداخلت او تشدد د ويرې دغه ريفرنډم د نړيوال قانون خلاف ورزي ده .
يورپي يونين او يورپي کونسل هم د کرائميه ريفرنډم غېرقانونه گرځولی ، او د نتيجو نه منلو يې وئيلي دي .
کرائميه کې د ریفرنډم نه یوه ورځ وړاندې روس د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کونسل کې هغه قرارداد ویټو کړی ؤ چې د نړي والې ټولنې نه يي غوښتنه کوله د ریفرنډم نتائج دې ونه منلی شي .
کرائميه کې د ريفرنډم نه وړاندې دا خبرې کېدې چې دغه ریفرنډم کې به اکثریت خلک روس سره د یوځائې کیدو په حق کې رائې ورکړي .
د راپورونو ترمخه غربي نړۍ گواښ کړی چې د کرائميه روس سره يوځايې کېدو په صورت کې به د روس په ضد سختې پابندۍ ولگول شي .
بل خوا ته راپورونه وايې چې د يورپي يونين خارجه وزيران نن په برسلز کې يوه غونډه کوي ، او په هغې کې به د ماسکو په ضد د پورته کوؤنکو گامونو پرېکړه کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG