د چين په غیر روایتي بينکېنک سيکټر کې د اړي ګړي په وجه د چين اقتصاد ته خطره جوړوي کوم چې د مختلف مسلو د لاسه د وړاندې نه د ستونزو سره مخ دی.
يو نوی رپورټ د بيجينګ حکومت د تپوس لاندې نيسي او وايي په روان مالي مشکلاتو کې هيڅ د ژغورنې په پوزيشن کې نه دی.
د شورو/چهارشنبې په ورځ بلومبرګ نيوز رپورټ کړي چې چينايي چارواکو سېکټېک ټرسټ کو چې د سرکاري ابادۍ بنک يوه څانګه ده هم په نوملړ کې اچولې او دا کار د رپورټ ترمخه ځکه شوی چې د ژونګرنګ انټرنيشنل کو د حيثيت جاج واخلي. دا کار سېکټېک ته په کال 2021 کې هم په لاس ورکړل شوی و چې يو غټ بيل اوټ ورته ورکړي او دغه کمپنۍ د کېناستلو نه بچ کړي.
د چين په صنعت کې يوه لويه سرمايه کاره د 2.9 ټريلين ډالر لګښت کونکې کمپنې ژونګرنګ د ژونګژي انټرپرايز ګروپ څانګه ده. ژونګرنګ د سرمايه کارۍ په پانګو کې نزدې 90بيلين ډالر حصه لري. د دې مياشت په شروع کې کمپنۍ د يو شمېر ګاډو په برخه کې د پيسو ورکولو جوګه نه وه چې ډېرې ويرې يې خؤرې کړې وې.
د چين د مالي حالت د اعتماد په اړه انديښنې په داسې وخت کې راوچتې شوي چې بيجينګ کوښښ کوي چې د اقتصادي پيداوار کچه په ځای وساتي.
شيډو بينکېنګ د چين د اقتصاد په برخه کې هغې لګښت ته ويل کيږي چې پيسې ورته په فراخه توګه د سرمايه کارۍ د پاره په ډېرو څانګو کې د عادي بينکېنګ سېسټم نه پرته ورکول کيږي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال باب ګارور د رپورټ نه اخیستل شوي دي
Forum