لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخواني بوسنیايي کروایټ کمانډر په عدالت کې په زهرو ځان ووژلو


ښاغلي پرالجېک په عدالت کښې چغه وهله چې دی مجرم نه دی او هم په دغه وخت یې په لاس کې نیولې یوه وړه ښیښه پرانستله او په خولې یې کښېوده او زهر یې تیر کړل
ښاغلي پرالجېک په عدالت کښې چغه وهله چې دی مجرم نه دی او هم په دغه وخت یې په لاس کې نیولې یوه وړه ښیښه پرانستله او په خولې یې کښېوده او زهر یې تیر کړل

پخواني بوسنیايي کرواېټ پوځي کمانډر سلوبودان پرالجېک نړیوال عدالت کښې د قاضیانو په مخکې د مقدمې د اورونې په مهال زهر وڅښل او ځان یې ووژلو.

د هېگ نړیوال عدالت کښې د پخواني جنرال پرالجېک مقدمه روانه وه او جج د بوسنیايي مسلمانانو د قتل عام په جرم هغه ته د ٢٠ کلونو قید سزا واوروله.

په دغه موقع ښاغلي پرالجېک په عدالت کښې چغه وهله چې دی مجرم نه دی او هم په دغه وخت یې په لاس کې نیولې یوه وړه ښیښه پرانستله او په خولې یې کښېوده او زهر یې تیر کړل.

د هالېنډ چارواکو د عدالت کوټه د جرم وقوعه گرځولو نه پس تړلې ده. عدالت کښې موجود مشر قاضي هم قضیه د نامعلومه موده پورې وځنډولې.


د ملگرو ملتونو لخواه د جنگي جنایتونو د پلټنو لپاره ټاکل شوې عدالت د ١٩٩٠ په لسیزه کښې د بوسنیائي مسلمانانو نسل کشۍ په تور کال ٢٠١٣ کښې پرالجېک سره د نورو پنځو سرب مشرانو سزا کړی و.

په کال ١٩٩٣ کښې جوړ شوي دې عدالت لخواه دا اخری قضیه هم وه او سخ کال به دا عدالت ختمیدو. څلور کاله وړاندې عدالت بوسنیائي سرب جهگړه کښې بشر وژنې په تور ککړ سرب فوځي او سیاسي مشرانو ته سزاگانې اورولې وې.

په دې مجرمانو کښې له ټول ستر پخواني یوگوسلاؤ صدر سلوبودان ملازوِچ په کال ٢٠٠٦ کښې د سزا کیدو وړاندې د زړه د دورې دلاسه مړه شو. ملگري ملتونه وائي دوه نور مجرمانو په قید کښې خودکشي کړې وه.





هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG