لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ نړیوال جام: اسټریلیا وېسټ انډیز ته په ۱۵منډو ماتې ورکړه


په انګلینډ او وېلز کې روان د کرکټ نړیوال جام (ورلډ کپ) په لسمه لوبه کې نن (زیارت یا پنجشنبه) د اسټریلیا او وېسټ انډیز تر منځه لوبه د خوندورې مقابلې وروسته اسټریلیا په ۱۵ منډو وګټله.

وېسټ انډیز د ټاس یا پچې ګټلو پس اسټریلیا ته د بېټنګ بلنه ورکړه او دغه فیصله يې د لوبې په پېل کې ګټه وره هم ثابته شوه. د اسټریلیا لخوا دلوبې پېل ښه نه وو او لومړي لوبغاړي یې ډیر زر وسوځیدل.

د لوبې په ۷ اوور کې د اسټریلیا ۴ لوبغاړي په ۳۸ منډو سوځیدلي وو او داسې ښکاریدله چې وېسټ انډیز لوبډلې کوم کار د پاکستان لوبډلې سره کړی وو هم هغه د اسټریلیا سره روان دی.

خو د اسټریلیا پخواني کېپتان او د لوبډلې تر ټولو مشر(سینېر) لوبغاړي سټیون سمته خپله تجربه وښودله او د اېلکس کېري سره په ګډه يې تر ۳۰ اورونو پورې د اسټریلیا لوبډلې له اوږه ورکړه.

د اېلکس کېري سوځیدو وروسته د نېتن کلټنر نېل او سټیون سمته ترمنځه بلې ملګرتیا یا پارټنرشپ دغه یو اړخیزه لوبه بیرته د مقابلې برابر کړه.سټیون سمته په ۷۳ منډو جوړولو وسوځیدو او کلټنر نېل په ۹۲ منډو جوړولو اوټ شو.

د وېسټ انډیز توپ اچونکو (بالرانو) یو وارې بیا غوره بالنګ وکړو او د اسټریلیا لوبډله يې زیاتو منډو جوړولو ته پرې نښودله. د وېسټ انډیز لخوا کارلوس بریتهوېټ ۳، اوشین تهامس، شیلډن کارټیل او انډری رسل ۲،۲ وکټې واخستې. د اسټریلیا ټوله لوبډله په ۲۸۸ منډو کولو وسوځیدله او وېسټ انډیز ته يې د ګټې لپاره ۲۸۹ منډو حدف ورکړو.

د وېسټ انډیز لوبغاړو د دغه حدف ترلاسه کولو لپاره په لومړي کې محتاطه لوبه پېل کړه خو کرېس ګېل او ايون لوېس د اسټریلیا د تیزو بالرانو مخامخ بې وسه شول. کرېس ګېل په ۲۱ او ايون لوېس د ۱ رنز جوړولو وروسته اوټ شو. د سر لوبغاړو یا اوپنرانو وروسته د وېسټ انډیز شی هوپ او نېکولس پورن ښه ملګرتیا یا پارټنرشپ وکړو او پرله پسې يې ۶۸ او ۴۰ منډې جوړې کړې.

د نېکولس پورن د سوځیدو وروسته هېټماېر هم په ۲۱ منډو رن اوټ شو او د وېسټ انډیز کېپتان جېسن هولډر میدان ته راغلی چې ډیره په احتیاط يې لوبه پېل کړه.

د جېسن هولډر او انډری رسل تر منځه د ملګرتیا یا پارټنرشپ په وخت ښکاریده چې لوبه د وېسټ انډیز په لاس کې ده خو دغه دواړه لوبغاړو هم لکه د لوبډلې د نورو کسانو د اسټریلیا د بالرانو په خاصه توګه د مچل سټارک د غوره او تیز بالنګ مقابله وه نه کړی شوه.

کله چې جېسن هولډر په ۵۱، انډری رسل په ۱۵ او کارلوس بریتهویټ په ۱۶ منډو وسوځیدل نو د وېسټ انډیز د لوبې ګټلو تمې هم ختمې شوې.

د وېسټ اندیز اخیري لوبغاړو بیا د لوبې ګټلو پرځاې لوبه اخیري بال ته د رسولو هڅه پېل کړه چې پکې کامیاب شول، خو دغه خوندوره لوبه يې په ۱۵ منډو وباېلله.

د اسټریلیا لخوا تر ټولو غوره بالنګ مچل سټارک وکړو او د وېسټ انډیز ۵ لوبغاړي يې وسوځول. د سټارک نه علاوه پېټ کمنز ۲ او اېډم زمپا یو وکټ ترلاسه کړو.

د نړیوال جام په ۱۱مه لوبه به سبا (جمعې په ورځ) د پاکستان او سري لنکا ترمنځه کیږي او د خالي یا شنبې په ورځ به د نړیوال جام بله لوبه د افغانستان او نیوزي لینډ تر منځه کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG