لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ نړیوال جام: بنګله دېش افغانستان ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړه


د کرکټ ورلډ کپ په ۳۱مه سیالۍ کې نن د بنګله دېش او افغانستان تر منځه لوبه کې بنګله دېش افغانستان ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړه او په پواېنټس ټیبل ۵ مقام ته ورسید.

د ننۍ لوبې ټاس یا پچه افغانستان وګټله او بنګله دېش ته يې د لومړي بیټنګ بلنه ورکړه. بنګله دېش په مقرره ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو افغانستان ته د ۲۶۳ منډو هدف ورکړو خو د افغانستان ټوله لوبډله په ۴۷ اورونو کې په ۲۰۰ منډو وسوځیده.

د بنګله دېش اوپنرانو یا لومړي لوبغاړو که څه هم تیزه لوبه پېل کړه خو د افغانستان د غوره سپېن بالنګ اټیک يې هغه شان مقابله وه نه کړی شوه او مشفیق الرحیم او شکیب الحسن نه پرته چا هم زیاتې منډې جوړې نه کړی شوې.

د بنګله دېش لخوا مشفیق الرحیم تر ټولو زیاتې ۸۳ منډې، شکیب الحسن ۵۱، تمیم اقبال ۳۶ او مصدق حسین ۳۵ منډې جوړې کړې. د افغانستان لخوا مجیب الرحمان تر ټولو غوره بالنګ وکړو او په ۱۰ اورونو کې يې په ۳۹ منډو ورکولو ۳ وکټې ترلاسه کړې.

د افغانستان لخوا ګلبدین ناېب ۲، دولت ځدران او محمد نبي ۱،۱ وکټ واخستو. د افغانستان راشد خان په دې میچ کې هم په وکټ اخستو کې کامیاب نه شو.

د ۲۶۳ منډو په ځواب کې د افغانستان د لوبې پېل ډیر ښه وو. د افغانستان اوپنرانو ګلبدین ناېب او رحمت شاه تر منځه په ۱۰ اورونو کې د ۴۹ منډو پارټنر شپ جوړ شو. خو د لومړي پاور پلې ختمیدو وروسته چې کله د بنګله دېش سپینرانو بالنګ شورو کړو نو د افغانستان توپ وهونکي یا بېټسمینان د لږو لږو منډو جوړولو پس په اوټ کیدو شو.

د افغانستان لخوا سمیع الله شېنواري تر ټولو زیاتې ۴۹ منډې جوړې کړې او ناټ اوټ پاتې شو. د شېنواري نه علاوه کېپتان ګلبدین ناېب ۴۷، رحمت شاه ۲۵ او نجیب الله ځدران ۲۳ رنز جوړ کړل.

د بنګله دېش لخوا شکیب الحسن تر ټولو غوره بالنګ وکړو او په لسو اورونوکې يې د ۲۹ منډو په سر ۵ وکټې واخستې.

د بنګله دېش مستفیض الرحمان ۲ ، سیف الدین او مصدق حسین ۱،۱ افغان لوبغاړی وسوځو.

د دې لوبې د ګټلو سره بنګله دېش په پواېنټس ټېبل ۵ پوزیشن ته ورسید. بنګله دېش په روان ورلډ کپ کې ۷ لوبې کړي، ۳ يې ګټلي، ۳ باېللي او یوه لوبه د باران د لاسه بې نتیجې پاتې شوې.

د افغانستان په روان نړیوال جام کې ننۍ ۷ لوبه وه چې پکې د ماتې سره مخ شو.

د نړیوال جام په ۳۲ لوبه کې به سبا د نهې / سهشنبې په ورځ د کوربه انګلینډ او اسټریلیا ترمنځه لوبه کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG