لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان اوپنر شهزاد محمدي د نړیوال جام د پاتې لوبو بهر شو


Sri Lank beat Afghanistan in ICC CW19

د کرکټ نړیوالې شورا (ايي سي سي) پخلی کړی چې د افغانستان اوپنر او وېکټ ساتونکی شهزاد محمدي د نړیوال جام د راتلونکو لوبو بهر شوی.

د ايي سي سي ترمخه د شهزاد محمدي پرځاې به اکرام علي خیل د افغانستان ملي لوبډلې سره د نړیوال جام په راتلونکو لوبو کې یو ځاې کیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په یوه خبر پاڼه کې وېل شوي چې وېکټ کيپر شهزاد محمدي د زنګانه د درد او ستونزو لکبله د ورلډ کپ د پاتې لوبو نه بهر شوی.

د خبر پاڼې تر مخه د نړیوال جام پېلیدو وروسته د یو لوبغاړي پرځاې د بل لوبغاړي ټاکلو لپاره د ايي سي سي یوه ځانګړې کمیټي د دغې فیصله کوي. او هم دغه شان یوې کمېټۍ د شهزاد محمدي د لوبو بهر کیدو او د اکرام علي خیل د افغانستان په لوبډله کې د شاملیدو فیصله کړې ده.

وړاندې د دغې د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي وي او ای اشنا ته ویلي وو چې ډاکټرانو شهزاد محمدي ته د زنګانه د ستونزې له کبله د نورو لوبو نه کولو مشوره ورکړې وه. شهزاد محمدي د څه مودې راهسې په پښې کې درد لرلو او ډاکټرانو يې وړاندې د پښو نه اوبه هم ویستلې وې.

ځوان اکرام علي خیل وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې وېکټ ساتونکی وو چې په چپ لاس بېټنګ هم کوي.

XS
SM
MD
LG