لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ نړیوال جام: د پاکستان او سري لنکا لوبه بې تنیجې پاتې شوه


د کرکټ د نړیوال کپ په سیالیو کې نن د پاکستان او سری لنکا ترمنځه لوبه د بارانه دلاسه بې نتېجې پاتې شوه او د کرکټ نړیوالې شورا تر مخه دواړه هیوادونو ته یو یو پواېنټ یا ټکی ورکړی شوی.

په برسټل ښار کې د تیرې شپې راهسې باران وریدلو چې د لوبې پېلیدو پورې روان وو. که څه هم بیا باران ودریدو خو د لوبغالي یا ګراونډ حالات د لوبې لپاره سم نه وو.

د کرکټ نړیوال کونسل تر مخه په روان نړیوال جام کې چې د کومو لوبډلو تر منځه لوبه بې نتیجې پاتې شي نو هرې ډلې ته به یو یو پواېنټ یا ټکی ورکړل کیږي.

د پاکستان او سري لنکا ترمنځه په پخوانیو شوو لوبو یا سیالیو کې د پاکستان ریکارډ ښه پاتې شوی اؤ زیاتره مهال یې دغه لوبډلې نه ماتې نه ده خوړلې.

دسریلنکا دلوبډلې روزونکي یا کوچ چندیکا هترو سنګهی چې لوبډله یې دښې لوبې کولو غوره توان لري اؤ کولی شي دنړۍ هرې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

خو هغه وایي چې دپاکستان لوبډله هم ښه لوبه کوي هرڅوک پخپله ښه لوبه داسې حیرانولی شي لکه د ویسټ انډیز اؤ انګلینډ په ضد سیالیو کې چې یې حیران کړي دي.

دنړیوال کپ په سیالیو کې تر دې وړاندې پاکستان د دوشنبې په ورځ انګلینډ په ۱۴منډو ماتې ورکړې وه خو په ۳۱م مئ یې د ویسټ انډیز څخه سخته ماتې خوړلې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG