لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ نړیوال جام: سویلي افریقا افغانستان ته او اسټریلیا سري لنکا ته ماتې ورکړه


په لندن او وېلز کې د کرکټ نړیوال جام په دوو لوبو کې د خالي یا شنبې په ورځ اسټریلیا سري لنکا ته په ۸۷ رنزونو او سویلي افریقا افغانستان ته په ۹ وکټو ماتې ورکړه.

نن په کارډف لوبغالي کې د سویلي افریقا او افغانستان په لوبه کې سویلي افریقا د ټاس ګټلو وروسته افغانستان ته د لومړي بېټنګ بلنه ورکړه. د افغانستان د لوبې پېلیدو وروسته د سر لوبغاړو یا اوپنرانو محتاطه لوبه کوله او هڅه يې وه چې د لوبډلې سکور یا منډې وړاندې بوځي. د لوبې پېلیدو لږ وخت وروسته باران هم شورو شو چې لوبه وځنډیده او د باران ودریدو وروسته لوبه بیا پېل شوه.

د افغانستان اوپنرانو حضرت الله ځاځي او نور علي ځدران تر منځه د ۳۹ رنزونو یا منډو ملګرتیا یا پارټنرشپ وشو. حضرالله ۲۲ او نور علي ځدران ۳۲ منډې جوړې کړې. خو د دغه دواړو د سوځیدو وروسته د افغانستان نور لوبغاړي د سویلي افریقا بالرانو ته ټینګ نه شو او پرله پسې يې لوبغاړې په لږو منډو جوړولو وسوځیدل. یواځې د افغانستان راشد خان د لوبې په اخیره کې په ۲۵ بالونو ۳۵ منډې جوړې کړې او د لوبډلې حدف يې ۱۲۵ته ورسوو.

د سویلي افریقا لخوا عمران طاهر تر ټولو غوره بالنګ وکړو او د افغانستان څلور لوبغاړي يې اوټ کړل. کرېس مورس ۳، پېلوکاو ۲ او ربادا ۱ وکټ ترلاسه کړو.

د ۱۲۵ منډو په حدف کې د سویلي افریقا لوبغاړو هاشم املا او کوېڼین ډيکاک هم محتاطه لوبه پېل کړه او د دواړو تر منځه د ۱۰۴ رنزونو پارټنرشپ وشو. کوېنټین ډیکاک ۶۸ منډې جوړې کړې او دګلبدین په اورو کې اوټ شو. هاشم املا په ۴۰ منډو ناټ اوټ پاتې شو او سویلي افریقا خپل حدف په ۲۷.۲ اورونو کې ترلاسه کړو.

د نړیوال جام په یوه بله لوبه کې اسټریلیا سري لنکا ته د یو لوې حدف ورکولو وروسته لوبه په ۸۷ منډو وګټله. د دغه لوبې ټاس سري لنکا وګټو او اسټریلیا ته يې د لومړي بېټنګ بلنه ورکړه. د اسټریلیا لخوا د لوبډلې کېپتان ارن فنچ تر ټولو زیاتې ۱۵۳ منډې جوړې کړې. سټیون سمته ۷۳، ګلېن مېکزوېل ۴۶ او ډیوډ وارنر ۲۶ رنز جوړ کړل.د اسټریلیا ټیم په مقرره ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۳۳۴ منډې جوړې کړې. د سري لنکا لخوا اوډانا او ډي سلوا ۲،۲ وکټې واخستې.

د ۳۳۴ منډو په ځواب کې د سري لنکا لوبغاړو تیره لوبه پېل کړه او په یو وخت کې داسې ښکاریدله چې که د سر لوبغاړي یا اوپنران په وکټ لږ نور پاتې شي نو دغه لوبه د اسټریلیا نه ګټلی شي. د سري لنکا اوپنرانو کرونا رتنی او پریرا تر منځه په ۱۵ اورونو کېد ۱۱۵ منډو پارټنرشپ وشو. د سري لنکا لومړي څلورو لوبغاړو ښه لوبه وکړه خو د دغو وروسته څوک هم په وکټ وه نه دریدو. د سري لنکا لخوا کرونارتنی ۹۷، پریرا ۵۲او مېنډس ۳۰ منډې جوړې کړې. خو د دغې وروسته یو لوبغاړی هم د اسټریلیا د تیزو بالرانو مقابله وه نه کړی شوه او ټوله لوبډله په ۴۵.۵ اورونو کې په ۲۴۷ منډو وسوځیده. د اسټریلیا لخوا مچل سټارک ۴ او رچرډسن ۳ وکټې واخستې.

سبا د اتوار په ورځ به د نړیوال جام په یوه ستره لوبه کې هندوستان او پاکستان یو بل ته مخامخ کیږي. هندوستان په روان ورلډ کپ کې ۳ لوبې کړي ۲ يې ګټلي او یوه لوبه د باران د لاسه بې نتیجې پاتې شوې. د پاکستان لوبډلې ۴ میچونه کړي، ۲ يې باېللي، یوه ګټلې او یوه لوبه د باران د لاسه بې نتیجې پاتې شوې.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG