لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دډي ايټ هيوادونو دخپل مينځي تجارت، رابطو سيوا کولو اعلان


مشرۍ دتنظيم اتمې سرمشريزې غونډې کې دايران صدر محمود احمدي نژاد، دانډونيشياء صدر سوسيلوبمبانگ يودهويونو، دنائيجيريا صدر گډلک جوناتهن او دترکي وزيراعظم رجب طيب اردگان گډون کړى
مشرۍ دتنظيم اتمې سرمشريزې غونډې کې دايران صدر محمود احمدي نژاد، دانډونيشياء صدر سوسيلوبمبانگ يودهويونو، دنائيجيريا صدر گډلک جوناتهن او دترکي وزيراعظم رجب طيب اردگان گډون کړى
اتوؤ لويو مخ په ترقۍ اسلامي ملکونو پخپل مينځي رابطو، تجارت او اقتصادي اړيکو ته په ودې ورکولو اتفاق کړى دى.
ددغو ملکونو د استازي تنظيم ډويلپنگ -8 اسلام اباد کې دترسره شوې سرمشريزې غونډې په پايې کې جاري شوې گډې اعلاميه کې په جي-20ؤ کې دشاملو نړۍ د20ؤ لويو معيشتونو سره رابطو ته د ودې ورکولو په ضرورت هم زور ورکړل شوى.
دزيارت په ورځ ايوان صدر اسلام اباد کې دصدر اصف علي زرداري په مشرۍ دتنظيم اتمې سرمشريزې غونډې کې دايران صدر محمود احمدي نژاد، دانډونيشياء صدر سوسيلوبمبانگ يودهويونو، دنائيجيريا صدر گډلک جوناتهن او دترکي وزيراعظم رجب طيب اردگان گډون کړى.
دمصر مرستيال صدر محمود مکي، دملائيشياء مرستيال وزيراعظم تان سري محي الدين يسين او دبنگله ديشي وزيراعظم ځانگړي مرستيال گوهر رضوي په دغه سرمشريزه غونډه کې دخپلو خپلو ملکونو استازيتوب کړى.
دغونډې په پايې کې جاري شوې گډې اعلاميه کې وئيل شوي دي چې ډي ايټ هيوادونه به دخپلو شخصي څانگو ترمينځ همکارۍ ته دودې ورکولو ډاډگيرنه کوي او په صنعتي څانگه کې دمرستې سيوا کولو لپاره به گډې منصوبې جوړولى شي.
دغونډې په پايې کې دغړو هيوادونو خارجه وزيرانو دملکونو دمشرانو په موجوديت کې په 35 نکته ييزه گډه اعلاميه لاسليکونه وکړل چې پکې په غړو هيوادونو کې دامن، جمهوريت، پرمختيا،زغم، يو والي او جديديت ته دودې ورکولو دارادې څرگندونه شوې ده.
اعلاميه کې وئيل شوي دي چې يواځې دجمهوريت سره دتنظيم په غړو هيوادونو کې معاشي پرمختيا ممکنه ده او دژوند په معيار کې ښه والى راتللى شي.
اعلاميه کې دنړيوال اقتصادي بحران مقابلې لپاره دغړو هيوادونو ترمينځ تجارتي تماسونو ته دودې ورکولو او او غړو هيوادونو کې دانرژۍ سرچينو ته په پرمختيا ورکولو اتفاق شوى دى.
اعلاميه کې په غړو هيوادونو ټينگار شوى چې هغوي دې دسيلگرۍ دودې او وړې او مينځنۍ کچې دکاروباري ادارو ترمينځ رابطو کې داضافې لپاره گامونه واخلي.
په ياده دې وي چې په کال 1997ء کې دجوړ شوي ډي ايټ تنظيم کې دشاملو ملکونو مجموعي ابادي خواؤشا يو ارب ده او ددغو هيوادونو تجارتي حجم تقريباً لس کهربه ډالر دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG