لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دداتا دربار دننه دځانمرگي بريدونو په ضد مظاهرې شوي دي


د پاکستان په لاهور ښار کې اوړمه شپه دداتا گنج بخش ددربار دننه دترسره شوؤ ځانمرگي بريدونو په ضد نن دمذهبي گوندونو په غوښتنه په ټول پاکستان کې ماتمي ورځ نمانځل کيږي او دهيواد په يو شمير برخو کې کاربنديز يا هړتال روان دى.

د زيارت او جمعې په مينځ شپه دحضرت داتا گنج بخش په دربار ترسره شوي ځانمرگي بريد کې 47 کسان وژل شوي او 175 څخه زيات ژوبل شوي دي.

دپاکستان دننه داهل سنت مسلک سره تعلق لرونکو گوندونو ددغه پيښې په ضد دخالي په ورځ په ټول هيواد کې دماتم او کاربنديز اوغوښتنه کړې وه.

نن په پينډۍ، لاهور،فيصل اباد، رحيم يار خان، سکهر، لاړکانه ، کراچۍ او نورو لويو ښارونو کې دلاهور دبريدونو په ضد احتجاجي مظاهرې شوي دي.

په لاهور کې يو شمير مظاهره چيانو دگادو شيشې ماتې کړي او نور اړى گړى يې هم کړى دى.

ددې ترڅنگ په زياترو سيمو کې کاروبارونه په جزوي توگه تړل شوي او په سړکونو رش دمعمول څخه کم ليدل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG