لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال پيټرياس :القاعده ته ماتې ورکولو لپاره امريکا او پاکستان گډې هڅې کوي


جنرال پيټرياس :القاعده ته ماتې ورکولو لپاره امريکا او پاکستان گډې هڅې کوي
جنرال پيټرياس :القاعده ته ماتې ورکولو لپاره امريکا او پاکستان گډې هڅې کوي

په افغانستان کې دامريکا پوځي کمانډر جنرال ډيوډ پيټرياس وئيلي دي په قبائيلي سيمو کې القاعدې ته د ماتې ورکولو لپاره پاکستان او امريکا په گډه هڅې کوي چې له امله به يې په قبائيلي سيمو کې په ترهه گريزو ډلو سخت فشار راشي خو دواړه خواوې په دغو هڅو دتبصرې کولو څخه ډډه کوي.
اى بي سي نيوز سره يوه مرکه کې جنرال پيټرياس دپاکستان لخوا دترهگرۍ د مخنيوي لپاره داخستل شوؤ گامونو ستائينه وکړه.
پوځي مشر وويل دالقاعده ختمولو لپاره به دپاکستان په قبائيلي سيمو کې نورو گامونو اخستلو ته هم اړتيا وي او زياته يې کړه چې امريکا به دغو سيمو کې په تندلارو خپل فشار دوامداره ساتي.
کله چې دجنرال پيټرياس څخه پوښتنه وشوه چې که چرې په دغو قبائيلي سيمو کې هاغه تندلاري پټ وي چې په امريکا ترسره شوي يو بريد کې لاس لري نو ايا امريکائي پوځيان به په هغوي پسې دغلته ورځي ؟ جنرال پيټرياس وويل هغه فکر کوي چې په غير حقيقي پوښتنوکې پريوتل گټور نۀ دي خو وې ويل په قبائيلي سيمو کې په القاعده او ځينونورو ترهگريزو ډلو دفشار راوړلو لپاره هڅې روانې دي چې دوي دهغې په هکله بحث نۀ کوي.
تيره اوونۍ ويب پاڼې وکي ليکس ادعا کړې وه چې امريکائي پوځيانودوه ځله په قباييلي سيمو کې دالقاعده دجنگيالوپه ضد کارروائيو کې پاکستاني ځواکونو سره برخه اخستې وه.
ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا دپاکستان حکومت، پوځ او استخباراتي شبکه ورسره مرسته کوي جنرال پيټرياس وويل دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويزکياني سره يې ډيرې نزدې اړيکې ساتلي دي.
پيټرياس وويل کله چې هغه دامريکا دسنټرل کمانډ مشر ؤ نو کياني سره به يې ديوې نيمې مياشتې څخه نيولې دوؤ مياشتو کې يوه ليدنه کوله او اوس چې هغه افغانستان ته تللى نو اوس هم خواؤشا په يوه نيمه مياشت کې نوموړى د جنرل کياني سره ليدلو لپاره پاکستان ته ورځي يا هغه افغانستان ته راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG