لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا : د ریمنډ ډیوس استثنی په اړه به ثبوت ورکوي


پي جې کرولي د گل په ورځ خبریالانو ته وئیلي امریکا به د زیارت په ورځ عدالت کې د ریمنډ ډیوس د خوشي کولو لپاره درخواست جمع کوي او ثبوت به ورکوي چې ښاغلې ډیوس ته سفارتي استثنی ترلاسه ده
پي جې کرولي د گل په ورځ خبریالانو ته وئیلي امریکا به د زیارت په ورځ عدالت کې د ریمنډ ډیوس د خوشي کولو لپاره درخواست جمع کوي او ثبوت به ورکوي چې ښاغلې ډیوس ته سفارتي استثنی ترلاسه ده

امریکایي حکومت وئیلی دي پاکستاني عدالت کې به د خپل نېول شوي سفارت کار ریمنډ ډیوس په اړه ثبوت ورکوي چې نوموړي ته سفارتي استثنى تر لاسه دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویاند پی جې کرولي د گل په ورځ خبریالانو ته وئیلي امریکا به د زیارت په ورځ عدالت کې د ریمنډ ډیوس د خوشي کولو لپاره درخواست جمع کوي او ثبوت به ورکوي چې ښاغلې ډیوس ته سفارتي استثنی ترلاسه ده. پی جې کرولي زیاته کړه چې نیول شوې امریکایي تن ډپلومېټ دی او امریکا پاکستان سره سټراټیجیکي پارټنرشپ جوړوي. ښاغلې کرولي تمه څرگنده کړه چې پاکستان به د جېنوا تړون له مخې ریمنډ ډیوس خوشی کړي. د امریکایي ډپلومېټ د ډزو له امله د دوو پاکستانیانو د وژنې پېښه درې اونۍ وړاندې په لاهور کې مخې ته راغلې ده او دغې پېښې له وجې د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې د تاو تریخوالې ښکار شوي دي. امريکائي چارواکي وائي ريمنډ ډيوس په لاهور کې دسفارتي عملې برخه ده او هغه په دوؤ وسله والو کسانو پخپله دفاع کې وروسته له هغې ډزې کړې وې کله چې دغه کسان د بل چا دلوټلو وروسته په هغه پسې هم ورورسيدل. دريمنډ ډيوس دريځ دى هغه په موټر سائيکل سوارو دوؤ ځوانانو په اووۀ ويشتمه جنورۍ ډزې پخپله دفاع کې کړې وې، ځکه چې دغو کسانو غوښتل هغه لوټ کړي.
امريکا د خپل سفارت کار گرفتاري غيرقانوني گرځولې او د هغه دسم لاسي خوشې کولو غوښتنه يې کړې ده خو پاکستاني چارواکي وائي د پيښې پلټنې کولى شي او په دغه حقله به کارروائي د ملکي او بين المللي قوانينو سره سمه کولى شي.
د لاهور هائيکورټ په امر دريمنډ ډيوس نوم ايگزټ کنټرول لسټ کې شامل کړل شوى دى چې دغه شان دپلټنو او عدالتي کارروايۍ مکمليدو وړاندې هغه پاکستان څخه بهر لاړ نۀ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG