لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکي او شام په زلزله کې د مړو شمېره د 6000 ته زیاته شوې


په ترکي کې چارواکو وویل د 8000 نه زیات کسان ودانو د کنډرونو نه راویستل شوي دي او تر 380000 پورې خلکو چې په زلزله کې يې کورونه زیانمن شوي، په سټېډیمونو، مسجدونو او پا شاپنګ مالونو کې یې پناه اخیستې ده
په ترکي کې چارواکو وویل د 8000 نه زیات کسان ودانو د کنډرونو نه راویستل شوي دي او تر 380000 پورې خلکو چې په زلزله کې يې کورونه زیانمن شوي، په سټېډیمونو، مسجدونو او پا شاپنګ مالونو کې یې پناه اخیستې ده

په ترکي او شام کې د 7.8 درجې زلزلې دلاسه د مړو کسانو شمېره 6200 ته رسېدلې ده او امدادي کارکونکو په ورانو شویو ودانیو کې خلکو د لټون کوښښونه د نهې، سه شنبې، په ورځ دوامداره وساتل.

د ورلډ هېلت ارګناېزېشن مشر ټيدروس اېدونېم ګېبريېسس په شام او ترکي د زلزله ځپلو خلکو سره د همدردۍ اظهار وکړو.

ټيډروس په جینوا کې یوې غوڼدې ته وویل په جهازونو کې دواړو ملکونو ته طبي سامان لېږل او د بیا رغونې په هلو ځلو کې به د ترکي او د شام مرسته کوي.

هغه زیاته کړه چې دا هغه وخت دی چې انسانیت د اتحاد مظاهره وکړي او ژوندونه بچ کړي.

په ترکي کې چارواکو وویل د 8000 نه زیات کسان ودانو د کنډرونو نه راویستل شوي دي او تر 380000 پورې خلکو چې په زلزله کې يې کورونه زیانمن شوي، په سټېډیمونو، مسجدونو او پا شاپنګ مالونو کې یې پناه اخیستې ده.

د امريکې د جيولوجېکل ادارې ترمخه پرون د ګل/دوشنبې په سهار په ترکي او شام کې د 7.8 شدت زلزله شوې، د 18کلوميټره ژور والي زلزلې سيمه لړزولې وه.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه د نړۍ څخه امدادي ټيمونه ترکي ته روان دي چرته چې يواځې د 6000 ودانيو غورځېدو ويل کیږي.

د ترکي د چارواکو په وينا زلزلې لس صوبې ځپلي او هلته د 24000 نه زيات امدادي کار کوونکي په مرستو بوخت دي.

د ترکي چارواکو ويلي د زلزلې نه تراوسه پورې 3381 کسان مړه شوي او د 20000 نه زيات کسان ژوبل شوي دي.

بل لور ته د شام د صحت د محکمې چارواکو ويلي د حکومت د انتظام لاندې علاقو کې769 کسان مړه او د 1400 نه زيات ژوبل شوي او د ياغيانو د ولقې په علاقه کې 450 کسان مړه شوي دي.

د خبري ادارو ترمخه د سخت يخ موسم له امله زلزله ځپلو په خلاصو ځایونو کې شپه تېره کړې ده.

د ترکي صدر رجب طيب اردګان د زلزلې له امله د اووه ورځو د ماتم اعلان کړی دی.

د امریکې صدر جوبايډن د اردګان سره په ټيليفون خبرې کړي او د مرستو وړانديز یې ورته کړی دی. او سپينې ماڼۍ ويلي د مرستو دپاره امريکې ټيمونه هم ورلېږلې دي.

هند، پاکستان او نورو هېوادونو هم ترکي ته مرستې لېږلې دي.

پاکستان ويلي، د وزيراعظم شهباز شريف په لارښوونه ترکي ته د زلزله ځپلو د مرستو دپاره د امداي سامان هوايي الوتکه لېږل شوې چې پکې د ژغورنې 50 کار کوونکي هم لېږل شوي دي.

بل لورته شام په ملګرو ملتونو او غړو هېوادونو غږ کړی چې د زلزلې وروسته په امدادي کارونو کې د شام سره مرسته وکړي.

او د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټېرش ویلي، ملګري ملتونه به په دې مشکل وخت کې د شام هر ډول ممکنه مرستې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG