لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل په جومات چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېره 21 ته رسېدلې


په کابل کې د پولیس ترجمان خالد ځدران وي او ای ته وویل د شورو، چهارشنبې، په ماښام د کابل په صدیقیه مسجد کې چاودنې 33 کسان زخمیان کړي دي او په وژل شویو کسانو د جومات امام امیر محمد کابلی هم شامل دی
په کابل کې د پولیس ترجمان خالد ځدران وي او ای ته وویل د شورو، چهارشنبې، په ماښام د کابل په صدیقیه مسجد کې چاودنې 33 کسان زخمیان کړي دي او په وژل شویو کسانو د جومات امام امیر محمد کابلی هم شامل دی

د افغانستان د واکمنو طالب چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د سرښار کابل په یو جومات کې چاودنې دلاسه د وژل شویو کسانو شمېره 21 ته رسېدلي ده.

په کابل کې د پولیس ترجمان خالد ځدران وي او ای ته وویل د شورو، چهارشنبې، په ماښام د کابل په صدیقیه مسجد کې چاودنې 33 کسان زخمیان کړي دي او په وژل شویو کسانو د جومات امام امیر محمد کابلی هم شامل دی.

د کابل په خیر خانه برخه کې شوي چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس داعش خراسان ډلې په هېواد کې د ګڼ شمېر خونړیو حملو مسولیت منلی دی.

په کابل کې د ایټلي په مرسته چلېدونکي ایمرجنسي روغتون پر خپل ټویټر لیکلي وو چې د چاودنې وورسته 27کسان وروړل شوي وو چې پکې پینځه ماشومان هم شامل وو.

عیني شاهدانو رویټرز ته وویل چې د کابل په شمالي سیمه کې دغه چاودنه تر ډېر لرې ځای پورې واورېدل شوه او د نیژدې ودانیو ښیښې یې ماتې کړې دي.

د چاودنې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر دغه چاودنه وغندله خو دا یې و نه وېل چې څوک یې تر شا کېدلی شی؟

"د عامو خلکو قاتلین او د داسې جنایاتو عاملین به ډیر ژر نیول کیږي او د خپلو شومو اعمالو په سزا به رسیږي. "

په تېر یو کال کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي په دې هېواد کې پر جوماتونو، د شیعه مسلمانانو پر عبادت ځایونو او مدرسو بمي چاودنې او ځانمرګي بریدونه زیات شوي دي.

په تېرو میاشتو کې د پایتخت کابل په ګډون په شمالي ولایتونو بلخ، کندوز او همدارنګه په ځینو نورو ولایتونو کې پر جوماتونو په خونړیو بریدونو کې په سلګونو کسان وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي، چې د اکثرو ذمه واري داعش خراسان ډلې منلې ده.

یوه هفته مخکې د کابل په ششدرک سیمه کې پر یوه دیني مدرسه ځانمرګی برید شوی وو، چې پکې د طالبانو یو پلوی دیني عالم رحیم الله حقاني، د هغه ورور او درې نور طالبان وژل شوي وو. د دې برید ذمه واري هم داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستې وه.

رحیم الله حقاني د داعش ډلې سخت خلاف وو او طالبانو ته به یې په خپلو ویناوو کې ویل چې د داعش ډلې د وسلوالو په بندي کولو او تسلیمولو باور ونه کړي او هغوی دې وژني.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG