واشنګټن (وي او ای/روېټرز/ای پي/ای اېف پي) —
د چین په جنوب مشرقي صوبه یونان کې د ځمکې د ښوېدو په پېښه کې حکومتي مطبوعات وايي ۳۱ کسان مړه شوي او ګڼ شمېر نور کسان بې درکه دي.
د ګل، دوشنبې، د ورځ په پېښه کې د غره کمر راونړېدو او په یو کلي کې قریباً ۱۸ کورونه یې د خاورو لاندې کړل.
د چین شېنوا خبري ادارې وویل امدادي کارکوونکو په سخته یخۍ او واوره کې په ملبه لټون شروع کړی چې ایا ژوندې کسان خو په کې ګېر نه دي؟
وېل کېږي چې لږ تر لږه ۲۴ کسان بې درکه دي او په سلګونو نور خلک په کورونو پرېښودو مجبور شوي دي.
په تېرو څو میاشتو کې په چین کې ګڼ شمېر قدرتي افتونه راغلي دي چې په کې د انتهايي سخت موسم دلاسه د واورې او د ځمکې د ښوېدو پېښې شاملې دي.
Forum