په افغانستان کې د القاعده او د نورو وسلو والو ډلو خلاف امریکې او د نېټو ځواکونو خپل 13 کلن په رسمي ډول د 2014 د ډسمبر د میاشت په 28 نېټه سر ته ورسوولو.
د اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د امریکې جنګ په رسمي ډول د ختمېدو په لړ کې په کابل کې په خاموشۍ کې د بېرغ د ښکته کولو دستوره وشوه چې په کې د جګرې مشري د امریکايي پوځ نه د افغانستان خپلو امنیتي ځواکونو ته منتقل کړی شوه.
په افغانستان کې دغه جنګ په کال 2001 کې په امریکې د القاعده د حملو وروسته شروع شوی و. په امریکا د ناین الېون په حملو کې تر 3000 پورې کسان ووژل شوو.
د 2014 د ډسمبر په 28 نېټه د اتوار، یکشنبې، په ورځ د کابل په پوځي مرکز کې د جنګ د رسمي اختتام دستوره په داسې حال کې کېدله چې په اړه یې د امریکې سي بي اېس نیوز په خپل رپورټ کې وویل په هېواد کې خونړۍ جنګ لا دوام لري.
په علامتي دستوره کې د هغه وخت د ايي اېس ای اېف ځواکونو مشر جنرل جان کېمپبېل د امریکې په مشرۍ کې د نړیوالو ځواکونو د اېتلاف زغون بېرن راونغښتو او د رېزولوټ سپورټ نومې مشن نوی بېرغ یې پورته کړو.
د هغه وخت د امریکې صدر براک اوباما د امریکايي ځواکونو د خدمات ستاینه وکړه د امریکايي ځواکونو د خدمات ستاینه وکړه او ویې وېل د القاعده مشر اوسامه بن لادن د انصاف سره مخامخ کړی شوی او د ترهګرو سازشونه ناکامه کړی شوي دي.
اوباما چې د بن لادن ذکر کولو نو د القاعده د هغه وخت مشر د کال 2011 د می په دویمه نېټه د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د امریکې د خصوصي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی و.
د امریکايي ځواکونو نه افغان ځواکونو د جنګ د انتقالېدو په مهال اشرف غني د افغانستان صدر یا ولسمشر و او د سېپټمبر په میاشت کې د اقتدار ترلاسه کړی و. اشرف غني د امریکې او نېټو سره د دوه اړخیزه امنیت معاهدې لاس لیک کړې وې چې ترمخه یې د امریکې او نېټو ځواکونه په افغانستان کې موجود وو.
د کال 2014 پورې، د ای پي د شمېرو ترمخه، په افغانستان کې 3500 غېر ملکي عسکر وژل شوي وو چې 2224 په کې امریکايي پوځیان وو.
افغان ځواکونو ته د جنګ مشري د سپارل کېدو په موقع سي بي اېس په خپل رپورټ کې وویل چې د اشرف غني د صدارت د شروع کېدو درې میاشتې وروسته هم کابینه یې نه ده جوړا او د نویړوالو ځواکونو په شمېره کې کمي له امله د اقتصادي پرمختګ شرح د صفر برابر وه.
امریکې بالاخر د افغانستان نه د کال 2022 د اګست په 30 نېټه د ځواکونو د انخلا عمل مکمل کړو او طالبان بیا په افغانستان واکمن شول.
Forum