لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسټرېلیا اعلا ترین پوځي اعزاز اخیستونکی عسکر په افغانستان کې په جنګي جرمونو کې ککړ موندل شوی


رابرټس سمیت په کال ۲۰۱۱ کې د اسټرېلیا اعلا ترین پوځي اعزاز وېکټوریه کراس د اخیستلو وروسته قومي اتل شو او دوه ځله يې ملکه الزبت سره د اسټرېلیا د معزز شهري په حېث ملاقاتونه وکړل
رابرټس سمیت په کال ۲۰۱۱ کې د اسټرېلیا اعلا ترین پوځي اعزاز وېکټوریه کراس د اخیستلو وروسته قومي اتل شو او دوه ځله يې ملکه الزبت سره د اسټرېلیا د معزز شهري په حېث ملاقاتونه وکړل

د اسټرېلیا یو عسکر چې د هېواد اعلا ترین اعزاز وېکټوریه کراس ورکړی شوی او په افغانستان کې د جنګ په سر یې مېړانې تمغه ګټلې عدالت په افغانستان کې د قیدیانو په غیرقانوني وژنو او په جنګي جرمونو کې ککړ وموندلو.

اسټرېلیايي عسکر بېن رابرټس سمېت د مطبوعاتو خلاف مقدمه شروع کړې وه چې د هغه په اړه شایع شویو رپورټونو کې يې د هغه بدنامي کړې.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د سمېت په مقدمه خپله فېصله کې د اسټرېلیا د وفاقي عدالت جج جسټس اېنتني بسنېکو وویل په کال ۲۰۱۸ کې په مطبوعاتو کې د سمېت په باره کې چاپ شوي مضمونونه صحیح وو چې د هوايي پوځ د خصوصي رجمنټ پخواني عسکر یو شمېر جنګونو کړي دي.

جج وویل رابرټس سمېت جنګ دپاره د پوځ د اخلاقي او قانوني اصولو خلاف ورزي کړې او د خپل چلند دلارې يې د هېواد بدنامي کړې ده.

کوم الزامات چې په رابرټس سمېت ثابت شوي په کې دا هم شامل دي چې په ۲۰۰۹ کې يې د افغانستان په ارزګان کې د طالبانو د اڼګڼ دننه یو قېدي په ډزو وژلی و او د وژل شوي افغان یوه مصنوعي پښه يې د ځان سره وړي وه او بيیر د څښلو دپاره به يې استعمالوله.

وژل شوی تن په هغو دوو غیرمسلح افغانانو کې یو و چې د رابرټس سمېت ګزمې د یو غار نه راوېستلي وو.

عدالت وموندل چې رابرټس سمېت په یو غیر تجریه کار اسټرېلیايي عسکر فشار واچولو چې دویم تن ووژني چې دا ډول نوی عسکر خون رېز شي.

په رابرټس سمېت ثابت شویو الزاماتو کې په کال ۲۰۱۲ کې د کروندګر علي جان وژنه هم شامله ده. د علي جان لاس تړل شوي وو، هغه ته لګته ورکړی شوه چې د قمر نه وغورځېږي او بیا رابرټس سمېت خپل ماتحت عسکر ته امر وکړو چې په علي جان ډزې وکړي.

په رابرټس سمېت د افغان عسکرو او ملکي کسانو د ويرولو الزام هم ثابت شوی دی.

۴۴ کلن رابرټس سمېت په هغه د لګول شویو الزاماتو نه انکار کړی و. د رابرټس سمېت د وکیلانو دریځ و چې د هغه مخالفینو د حسد او د کرکې په بنیاد د هغه خلاف زهرجن کېمپېن چلولی دی.

د رابرټس سمېت یو وکیل ارتر موزېز ویلي په ۴۲ ورځو کې به د عدالت د فېصلې خلاف اپیل کوي.

رابرټس سمېت په یو شمېر اسټرېلیايي عسکرو کې شامل دی چې د اسټرېلیا وفاقي پولیس يې په اړه په افغانستان کې د جنګي جرمونو تحقیقات شروع کړي دي.

رابرټس سمیت په کال ۲۰۱۱ کې د اسټرېلیا اعلا ترین پوځي اعزاز وېکټوریه کراس د اخیستلو وروسته قومي اتل شو او دوه ځله يې ملکه الزبت سره د اسټرېلیا د معزز شهري په حېث ملاقاتونه وکړل.

په ۲۰۱۰ کې هغه ته په کندهار کې د جنګېدو په سر د مېړانې مېډال ورکړی شو. دغه جګړې سره د هغه په ضد د څه جنګي جرمونو الزامات نه و تړل شوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG