لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډیوه پریس کانفرنس: دترهګرۍ پرضد روانه جهګړه او د امن خبرې اترې


Deewa Radio
Deewa Radio
د کال 2012م په پیښو کې که یو خوا د طالبانو لخوا د پښتونخوا حکومت ته امنیتي ستونزی ورمخکې وې نو د کال په آخره کې د طالبانو لخو د خبرو اترو وړاندیز هم اوشو. هم په دې موضوع د ډیوه ریډیو په پریس کانفرنس پروګرام کې یو شمیر میلمنو بحث کړی دی.
د پروګرام په میلمنو کې وتلي خبریال سلیم صافي وویل که هر څو د طالبانو شرطونه سخت ښکاري خو د خبرو اترو د لارې د روانې شخړی حل ممکن دې.
د پښتونخوا د پولیسو پخواني مشر ملک نوید نظر لري امنیتي ځواکونو ته د جدید وسلي او تر بیت ورکولو سره سره د ترهګرو ډلو سره سنجیده خبرې اترې د وخت ضرورت دی.
دفاعي څیړونکې بریګېډېر سعد محمد خان بیا واېي د حیرانتیا خبره دا ده طالبان خپل حدف ته په آسانه رسیدی شي خو د حکومت هیڅ نیت نه ښکاري چې د ترهګرو مخه اونیسي.
دخیبر پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین د طالبانو له خوا د خبرو اترو وړاندېز هر کلې کوي او واېی وس د طالبان یو با اختیاره ډله وټاکي چې د امن د پاره سنجیده خبری اتری پیل شي.
د ډیوه ریډیو پریس کانفرنس کوربه بهروز خان دی او د غه پروګرام تاسو په لاندیني لنک اوریدی شۍ.
please wait

No media source currently available

0:00 0:54:33 0:00
Direct link

Recommended

XS
SM
MD
LG