لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ډان ورځپاڼې پرضد بيا مظاهره شوې


په پاکستان کې د انګرېزۍ ژبې يادې ورځپاڼې ډان پرضد په اسلام اباد کې د دفتر مخې ته په دوېم ځل احتجاجي مظاهره شوې او د ورځپاڼې کاپيانې سوځول شوي دي.

د ورځپاڼې مدير ظفر عباس ويلي "په اسلام اباد کې د ډان د دفتر مخې بيا د ورځپاڼې پرضد مظاهره شوې ده، مظاهره چيانو ګواښونکې نعرې وهلې او د دفتر لار يې تړلې وه، مونږ پوليس خبر کړه چې په دفتر کې کارکوونکي خوندي کړي او دوی د حکومت نه تمه ساتي".

په اسلام اباد کې د ډان ورځپاڼې پرضد د ګل، دوشنبې په ورځ هم د دفتر مخې ته څو نامالومه کسان راټول شوي او د ورځپاڼې پرضد يې مظاهره کړې وه.

د ډان پرضد مظاهرې وروسته له هغې شوې چې ورځپاڼې په لندن کې د ترهګر بريد کوونکي عثمان په اړه خبر ورکړی ؤ چې تعلق یې د پاکستان سره دی.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مرکزي وزيرانو شيرين مزاري او فواد چودري د ډان ورځپاڼې د ياد خبر په اړه ټویټس کړي وو چې غلط او غېر زمه واره خبر يې خپور کړی دی.

خو اوس د برتانيې مطبوعات وايي په لندن کې د ترهګرۍ وروسته د پوليسو لخوا وژل شوي عثمان خان مړی به په پاکستان کې خاورو ته سپارل کېږي.

د اسلام اباد اېرپورټ چارواکو مطبوعاتو ته د دې خبر پخلی کړی چې د عثمان خان مړی اسلام آباد ته ور رسېدلی دی.

مطبوعات د عثمان خان د کورنۍ په حواله وايي چې د عثمان خان مړی به د پاکستان د ولقې لاندې کشمير کې خاورو ته سپارل کېږي.

د عثمان يو رشته دار مطبوعاتو ته ويلي چې عثمان خان يې ځکه په برتانيه کې ښخ نه کړو چې دوی "وېرېدل"، خو د دې خبرې سپیناوی یې نه دی کړی.

د عثمان خان مړی پاکستان ته په وروړلو د ځينو ډلو لخوا هغه ګنګوسي رد شول چې ګنې د عثمان خان د پاکستان سره هېڅ تعلق نه وو.

په پاکستان کې که يو لور ته د ډان پرضد د دفتر مخې ته مظاهرې کيږي، نو بل لور د ژورنالسټانو تنظیمونه د بشري حقونو کمېشن او سياسي خلک د ډان د دفتر مخې ته احتجاج په ژورنالزم بريد بلي او د دغه عمل غندنه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG