لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ادریس وزیر پلار: د زوی قاتلان یې د حکومت پلوه طالبانو خلک دي


د فبرورۍ په ۶مه چې پولیسو د مقدمې تر درجېدو ۴٠ ګنټې وروسته هم د ادریس په وژنه تورن ١٠ کسان ونه نیول، نو په سلګونو خلکو پاڅون وکړ او د ډېره اسماعیل خان په شیخ یوسف سیمه کې یې د حکومت پلوه طالبانو پر دفتر برید وکړ او اور یې ور واچاوه او هلته ولاړ د هغوی دوه موټر یې هم وسوځول

د فبرورۍ په ۵مه په ډېره اسماعیل خان کې د وژل شوي ځوان ادریس وزیر پلارغازي محمد وایي پولیسو یې تر اوسه د زوی د وژنې په مقدمه کې د ترهګرۍ جرم نه دی شامل کړی او نه یې نیولي دي. وایي د زوی قاتلان یې د حکومت پلوه طالبانو د ډلې خلک دي.

غازي محمد وزیر د وي او ای ډیوه سره مرکه کې وایي زوی یې د طالبانو د یوې ډلې د مشر په اشاره وژل شوی دی او پر هغه د حکومت لاس پروت دی، ځکه تر اوسه نه دی نیول شوی. وایي که حکومت یې ملاتړی نه وای، نو د ده بېګناه زوی به یې په سپینه ورځ د ښار په منځ کې نه وژلای.

د فبرورۍ په ۶مه چې پولیسو د مقدمې تر درجېدو ۴٠ ګنټې وروسته هم د ادریس په وژنه تورن ١٠ کسان ونه نیول، نو په سلګونو خلکو پاڅون وکړ او د ډېره اسماعیل خان په شیخ یوسف سیمه کې یې د حکومت پلوه طالبانو پر دفتر برید وکړ او اور یې ور واچاوه او هلته ولاړ د هغوی دوه موټر یې هم وسوځول، چې په نتیجه کې یې پولیسو تر ۲۰۰ زیات کسان په دې تور ونیول، چې ګواکې قانون یې په خپل لاس کې اخیستی دی.

ځايي اوسیدونکي وايي د طالبانو دفتر د ډیر وخت راهسې فعاله و خو داسې ښکاریده چې حکومتي مامورینو ترې سترگې اړولې وې.

غازي محمد وایي زوی یې د ګومل پوهنتون د قانون زده کوونکی وو او د پېښې په ورځ په ډېره اسماعیل خان ښار کې له خپل ورور محمد یاسر سره له خپل کاروباري دفتره په موټرسایکل د چای لپاره دباندې و ووت، وایي په بازار کې دوه نور موټرسایکل سپاره کسان د دوی مخته ورغلي وو، چې د دوی موټرسایکل په خطایي ورسره ولګېد، وایي دوی بخښنه هم ځنې غوښتې وه، خو هغه لاړل او اته کسان له وسلو سره په موټر کې ورغلل او د ده پر زامنو یې ډزې وکړې، چې یاسر پکې ټپي شو او ادریس و وژل شو.

د ادریس پلار وایي د فبرورۍ په ۶مه ناوخته د جرګې او د حکومتي چارواکو تر منځ کامیابې خبرې اترې وشوې او پرېکړه وشوه چې نیول شوي کسان به خوشي کېږي او د هغوی خلاف درج شوې مقدمې به ختمېږي، خو وایي نیول شوي کسان را خوشي شول او خو په هغوی کې پر لسو کسانو مقدمې درج شوې دي.

د ادریس د کورنۍ غړي، خپل خپلوان او د سیمې خلک په ډېره اسماعیل خان کې په یوه کېمپ کې د هغه فاتحه اخلي، خو پلار یې وایي که یې غوښتنې ونه منل شي، نو د فاتحې په ځای کې به احتجاج پیل کړي.

غوښتنې یې دا دي چې وايي د دوی د زوی پر وژنه احتجاج کوونکو د عامو خلکو نه، بلکې د وسلوالو طالبانو پر کورونو برید کړی وو، نو د هغوی په ضد مقدمې باید ختم کړل شي او هغه لس وسلوال ونیول شي چې د دوی د زوی په وژنه کې لاس لري.

د ادریس پلار د خیبرپښتونخوا د پولیسو له مشر صلاح الدین مسود څخه هم ګیله کوي، چې وايي په تېرو ورځو کې ډېره اسماعیل خان ښار ته هم ورغلی وو، خو نه فاتحې ته ورغی او نه یې د ده د بېګناه زوی د وژنې په تور د وسلوالو د نیولو لپاره خپلو پولیسو ته امر وکړ.

د ادریس پلار وایي غوښتنه یې دا ده، چې په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وسلوالو طالبانو پر فعالیتونو بندیز ولګېږي، ځکه چې وایي هغوی عام خلک ځوروي او د وسلو په زور پیسې ځنې غواړي.

عوامي نېشنل ګوند هم په دې وروستیو کې اندېښه څرګنده کړې وه، چې وایي د وسلوالو طالبانو بېلابېلو ډلو د خیبرپښتونخوا په ټانک، بنو او ډېره اسماعیل خان ښارونو کې خپل دفترونه او عدالتونه جوړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG