د هندوستان د کرکټ لوبډلې پخواني کېپتان، وکټ کیپر او بېټسمین مهندر سنګ دهوني نن د خالي په ورځ د ۳۹ کالو په عمر کې د نړیوال کرکټ پرېښودلو اعلان کړی.
اېم اېس دهوني د کرکټ پریښودلو دغه اعلان نن په خپل انسټاګرام په یوه لنډه ویډیو کې کړی چې پکې هغه د خپلې لوبې ګڼ شمیر زاړه او نوي عکسونه د یوې هندي سندرې سره یو ځاې کړي او ورسره یې په لیکلي پېغام کې د خپلو ټولو مینه والو مننه هم کړې ده.
اېم اېس دهوني په کال ۲۰۰۴م کې د بنګله دېش پرضد په یوه ورځني میچ کې د هندي لوبډلې سره خپله لومړۍ لوبه پېل کړې وه او تر ۱۶ کالو پورې یې د یو کېپتان، بېټسمېن او وکټ کېپر په هیڅ لوبه کړې.
دهوني د هندوستان یواځینی لوبډلمشر (کېپتان) دی د چا په مشرۍ کې چې د هندوستان کرکټ ټیم نړیوال کپ، ټي-۲۰ یا د شلو اورونو نړیوال کپ او چمپینز ټرافي ګټلې. د دغه کامیابو په سر اېم اېس دهوني ته د هند تر ټولو کامیابه کېپتان هم وېل کیږي.
مهندر سنګ دهوني د هندوستان لخوا ۳۵۰ یوه ورځنۍ لوبې کړي او په دغه لوبو کې د نوموړي ۱۰۷۷۳ منډې (رنزونه) جوړ کړي. دهوني د هندوستان لخوا ۹۰ ټسټ لوبې کړي او پکې ۴۸۷۶ منډې جوړې کړي.
که څه هم اېم اېس دهوني ته د غوره بېټنګ او بیا مېچ په خپله ګټه تمامولو تر ټولو غوره لوبه ختمونکی (ګېم فېنشر) وېل کیږي خو په وکټ کېپنګ کې هم د هندوستان تر ټولو کامیابه وکټ ساتونکی پاتې شوی. د ویکټ کېپر په هیڅ نوموړي ۳۲۱ کېچونه اخستي ۱۲۳ لوبغاړي یې سټمپ کړي.
د اېم اېس دهوني د نړیوال کرکټ پرېښودو اعلان نه یواځې په هند او نوره نړۍ کې د کرکټ مینه وال خفه کړي، ګڼ شمیر د کرکټ لوبغاړو هم هغه د یوغوره لوبغاړي او ښه انسان په توګه یاد کړی.
د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړو شاهد خان افریدي د دهوني یو عکس خپور کړی او هغه ته یې د هندوستان د کرکټ لوبډلې یو رېشتونی افسانوي لوبغاړی او ستر کېپتان بللی.
د افغانستان کرکټ لوبډلې پیژندلي سپېن بالر راشد خان په خپل ټوېټر د دهوني او خپل یو شمیر عکسونه شریک کړی او لیکلي یې دي ٫٫ یو غوره مشر، د لوبې غوره ختمونکی او تر ټولو مهمه یو ستر انسان.٬٬ راشد خان لیکلي ٫٫ دهوني وروره ستاسو سره د تیر شوي وختونو د ښو یادونو لپاره ستاسو مننه.٬٬
د هندوستان کرکټ لوبډلې اوسني مشر او د نړۍ پیژندل شوي بېټسمېن ویراټ کوهلي بیا په خپل ټوېټر د اېم اېس دهوني سره خپل دوه عکسونه شریک کړي او ورته یې لیکلي ٫٫ هر لوبغاړې د لوبې خپل سفر په یو وخت ختموي.خو چې کله تاسو ته نژدې یو تن دغه اعلان وکړي نو تاسو دغه ډیر زیات احساسوۍ.٬٬ ویراټ کوهلي وړاندې لیکلي ٫٫ تاسو چې خپل هیواد له کوم څه کړي هغه به تل د خلکو په زړونو کې پاتې وي.٬٬
که څه هم مهندر سنګ دهوني د نړیوال کرکټ نه د استعفا اعلان کړی خو هغه به سږ کال په عرب اماراتو کې لوبیدونکي ايي پي اېل کې د چنايي سپر کنګ ډلې مشري کوي.