لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

” رمضان او عمر بهر راووځۍ مونږ ستاسو مدد ته راغلي یو“


بهروز خان
دا نعرې په میګا فون یا د لاس په لاوډ سپیکر د پښتونخوا په سویلي ښار ډیره اسماعیل خان کې په ۲۹ جولاېۍ د شپې په وخت وهلې کیدې. عام اولس نه وو خبر چې دا څوک دي او دغه پیغام چا ته ورکول غواړي. خو خلق شکمن وو چې څه نه څه نا آشنا کیدونکي دي. د ښار د څار لارې نن د پوځ یا پولیس په ولقه کې نه وې. او د لویو ویښتو او ګیرو خلق پری ولاړ وو. بجلي نه وه او د ښار په یوه برخه کې درنې او سپکې ډزی روانې وې. لږ وخت تیر نه وو چې پاکستاني مطبوعاتو او ټي وي ګانو دا خبر خور کړو د ډیره اسماعیل خان په جیل ترهګرو برید کړې او غواړي خپل ملګري په زور د ځان سره بوځي.
هم دغه شان برید تحریک طالبان په څوارلسم اپریل کال ۲۰۱۲م کې د بنو په جیل هم کړی وو. او د ۵۰۰ نه زیات بندیان ېي خوشي کړي وو. په هغه پیښه کې په پخواني صدر جنرال پرویز مشرف باندې د حملې په سر ګرم د طالبانو مشر عدنان رشید هم د جیل نه تښتیدلی وو. نوموړي ته د مرګ سزا اورول شوې وه. دا معلومات لا تراوسه نه دی شوي د ډیره اسماعیل خان جیل نه خوشې کړی شوي رمضان او عمر څوک دي خو ویل کیږي د یو غیر قانوني ګرځیدلی ترهګرې ډلې سره تعلق لري.
د جیل ماتولو یو خوا د ترهګرو ډلو زور ښکاره کړی او د بلې خوا ېي د حکومت کمزوري په ګوته کړې ده. د پښتونخوا حکومت د هری خوا نه د نیوکو سره مخ دی. حکومتي چارواکي کله واېی دوي ته مرکز یا استخباراتي ادارو د مخکې نه معلومات نه وو ورکړي. او کله واېي پولیس يې ذمه دار دي ځکه دوي خپله دنده په صحیح ډول نه ده تر سره کړي. خو د مرکزي حکومت ویاند او د استخباراتي ادارو لخوا لیږل شوی خط په سوشل میډیا خپور کړی شوی کوم چې د پښتونخوا حکومت دعوی دروغ ثابتوي.
ناکامې یوازې د پښتونخوا حکومت یا د صوبې د پولیسو نه ده. د ۱۵۰ پورې ترهګر په ګاډو کې د جنوبي وزیرستان نه په جرنیلي سړک راتلل او نه پوځ او نه بل کوم امنیتي ادارې ورته خنډ جوړ کړی وو. درې ساعته پورې په جیل کې ګرځیدل. یو یو قیدي په نښه کول او بیا د ځان سره ۲۵۲ قیدیان بوتلل د ریاست ناکامي ګنړل کیږي. د پوځ ، پولیسو، استخباراتي ادارو او د حکومت په کردار نیوکې رامنځ ته شوي دي. د سوشل میدیا، یوپوسټ داسې واېي
” ترهګر کولې شي په بندوبستي سیمو کې جیلونه مات کړي او په سونو بیندیان په زور آزاد کړي او دځان سره ېي قبایلي سیمو ته بوځي، خو پوځ او نورې حکومتي ادارې دا توان نه لري چې د طالبانو په بند کې ګیر د اسلامیه کالج یونیورسڼۍ وایس چانسلر ډاکټر اجمل خان، د پنجاب د وژلي شوي ګورنر سلمان تاثیر ځوې شهباز تاثیر، او پخواني وزیر اعظم سید یوسف رضا ګیلاني ځوی پیر علي حیدر ګیلاني راخلاص کړي“.
د خوند خبره خو دا ده چې د ډیرو د جیل نه د تښتیدلو قیدیانو نه په خپله رضا ځیني تیرته ورغلو قیدیانو د صوبې د جیلونو وزیر ملک قاسم خان ته ویلي.حمله کونو دوي په ۱۲و بکتر بند ګاډو کې تښتولي وو.او واېي حمله کونکو د پاکستان د پوځ د کمانډوز یونیفارم اچولی وو. دغه قیدیان زیاتوي حمله کونکو په جیل کې ډانسونه کول. د ” شیعه کافر“ چغې يې وهلی. دوي واېي دغه عمل د دواو ساعتونو لپاره روان وو.د ډیره اسماعیل خان بندیخانه په پاکستان کې د غټو جیلونو نه یو دی. رپورټونه واېي په جیل کې ۵۰۰۰ قیدیان ساتل کیږي.
XS
SM
MD
LG