لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ د ښه حالت له سببه د هسپتال نه رخصت شو:‌ ډاکټران


نصرالله-

په کرونا وایرس اخته شوي امریکايي‌ صدر ډانلډ ټرمپ ډاکټر، شان کونلي د ګل په غرمه د خبریالانو سره د خبرو په وخت ویلي :‌ ٫٫ که څه هم هغه (صدر) به په مکمله توګه نه وي سم، ځه او زمونږ طبي ډله په دې رضا شوي یو چې هغه ته پکار د طبي مرستو ټول سامان کور ته رسیدلی.٬٬

ډاکټر کونلي زیاته کړې چې د صدر طبي عمله او ډاکټران به هر ساعت د صدر د صحت پام ساتي.‌

ډاکټر کونلي وړاندې ویلي : ٬٬ ناروغه تن که په هسپتال کې بې د ضرورته یوه ورځ‌ هم سېوا اړوي، نو دا د دوي لپاره یو خطر دی.٬٬

نوموړي زیاته کړې ٬٬‌٬ دا وختې داسې هیڅ کار نشته چې مونږ یې دلته کولی شو او لاندې یې نه شو ترسره کولی.٬٬

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په کرونا وایرس اخته کیدو له سببه په هسپتال کې د ۷۲ ساعتونو تیرولو وروسته واېټ هاوس / سپېنې مانۍ ته بیرته ستون شوی.

صدر ټرمپ د ګل/ دوشنبې په مازیګر د والټ‌ ریډ پوځي هسپتال نه په یو هیلي کاپټر کې واېټ هاوس ته تللی.

وړاندې د دغې صدر ډانلډ‌ ټرمپ په یو ټوېټ کې لیکلي وو : ٬٬ زه به د والټ ریډ روغتون نه نن ۶:۳۰ بجې وځم، زه ډیر ښه یمه، د کوېډ نه مه ویریږۍ. ځه د ۲۰ کاله پخوا نه هم ښه شوی یمه.٬٬

ډاکتر شان کونلي چې پخوا د امریکا سمندري‌ پوځ کې ډاکټر پاتې دی، په هسپتال کې د خبریالانو سره د خبرو په وخت د یو شمیر پوښتنو لکه د صدر اوسني حالت، د هغه د سږي/ پهېپړو حالت په اړه د څه ویلو نه ډده کړي او زیاته کړې یې ده چې دا د ناروغه تن رازدارۍ خبره ده.‌

صدر ډانلډ ټرمپ ته د کرونا د علاج لپاره سټیراېډ، ډېکسامیتهاسون ورکول شوي. دغه دوا په عامه توګه د کرونا په لومړي یا کمو اثراتوتن ته نه ورکړل کیږي. سره د دې صدر ټرمپ ته د رېمډیسیور د پینځه ورځو دوا هم ورکړل شوی.

د سپنې ماڼۍ چیف اف سټاف یا د کارمندانو مشر مارک میډوز د ګل په سحر وویلي وو، صدر ټرمپ د خپلو ډاکټرانو سره ویني کوم چې د هغه د کویډ ۱۹ علاج کوي چې د خپل صحت د ښه والې په اړه ترې وپوښتی.

نوموړي زیاته کړې، دوي خوشبینه دي چې هغه یعنې صدر ټرمپ به د هسپتال نه وروستو رخصت کړي. د فاکس نیوز سره په خبرو کې مارک میډوز وویل چې د صدر ټرمپ سره مو سحر خبرې شوی او هغه وویل چې هغې د شپې صحت ډیر ښه شوی او هغه تیار دې چې خپل د معمول کار ته راستون شي.

صدر دانلډ ټرمپ په داسې حال کې واېټ هاوس ته راستون شوی چې هم د ګل په ورځ د وایټ هاوس ترجمانې کېلي مېک اېنېني ویلي د کرونا وایرس ټېسټ یې مثبت موندل شوی دی.

د وایټ هاوس ترجمانه هم په کرونا وایرس اخته شوې
د وایټ هاوس ترجمانه هم په کرونا وایرس اخته شوې

مېرمن مېک اېنېني د ګل، دوشنبې، په ورځ د کرونا وایرس نه د ناروغه کېدو اعلان په داسې حال کې وکړو چې صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ هم دا وخت د کرونا وایرس د ناروغۍ درملنه کیږي.

مېرمن مېک اېنېني په ټوېټر پېغام کې وویل د تیر زیارت، پنجشنبې، راهسې یې هره ورځ د کرونا وایرس ټېسټونه کېدل خو د ګل، دوشنبې، په سحر یې ټېسټ مثبټ وموندل شو د دې باوجود چې د کرونا وایرس علامات یې نه محسوسوول.

مېک اېنېني وویل د قرنطین مرحله به یې شروع شي او د کور نه به کار کوي.

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړو چې هغه او مېرمن ته یې کرونا وایرس شوی دی. د صدر ټرمپ مشیرې هوپ هېکس هم کرونا وایرس ناروغه کړې ده.

XS
SM
MD
LG