لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پیژندلی مذهبي عالم ډاکټر قبله ایاز د اسلامي نظریاتي کونسل مشر وټاکل شو


Qibla Ayaz
Qibla Ayaz

د پيښور پوهنتون پخوانی واېس چانسلر او روښان فکره مذهبي عالم ډاکټر قبله ایاز د اسلامي نظریاتي کونسل مشر یا چېرمین ټاکل شوی.

د جمعې په ورځ د پاکستان صدر د مانړې نه خپور شوي یو بیان کې وېل شوي د هیواد صدر ممنون حسین د دریو کالو لپاره ډاکټر قبله ایاز د اسلامي نظریاتي کونسل یا سي اېي اېي مشر په شمول د دغه کونسل د نورو غړو د نومونو اعلان هم کړی دی.

ښاغلی قبله ایاز په سیاسي توګه جمعیت علما اسلام (ف) ته نژدې ګڼل کیږي او د هغه شاګردان نوموړی یو روښان فکره مذهبي عالم ګڼي.

ډاکټر قبله ایاز د وي او ای ډیوه په څیړنیزو پروګرامونو کې څو څو وارې برخه اخستې او د منځلاری مذهبي مفکوری ملاتړ يې کړی دی.

نوموړی د بیلا بیلو مذهبونو او فرقو تر مینځ د یو والي پیدا کولو لپاره هم پیژندل کیږي.

ډاکټر قبله ایاز د پیښور پوهنتون واېس چانسلر او هم په دغه پوهنتون کې د اسلامي علومو د څانګې مشر یا ډین هم پاتې شوی.

اسلامي نظریاتي کونسل حکومت ته د کوم قانون په اړه سپارښتنې ورکولی شي خو حکومت مجبورولی نه شي چې دغه سپارښتنې د قانون برخه اوګرځوي.

په پاکستان کې ناقدین وايي دغه کونسل د هیواد په خزانه یو پېټی دی. په تیره څه موده کې دغه کونسل د ښځو په اړه کیدونکې قانون سازۍ کې یو شمیر داسې وړاندیزونه کړي وو چې په پاکستان کې پری د ښځو او د دوي د حقونو لپاره کار کونکو کسانو لخوا سختې نیوکې شوې وې.

د کونسل پخواني مشر مولانا شیراني تیر کال په دسمبر کې خپله موده پوره کړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG