لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډاکټر شکیل افریدي قضیه په ۳۴م ځل نن یو ځل بیا ځنډول شوې


FILE - Dr. Shakil Afridi
FILE - Dr. Shakil Afridi

د القاېده ترهګرې ډلې مشر اسامه بن لادن په لټون کې د مرستو په سر او په ظاهره د وسله والې ډلې سره د مالي مرستو په تور بندي ډاکټر شکيل افريدي قضيه د تېر په څېر يو ځل بيا بې د اورېدنې په دې ځنډول شوې چې سرکاري وکیل عدالت ته نه دی حاضر شوی.

د ډاکټر شکيل افریدي قضيه د قبايلي سيمو دپاره جوړ عدالت یا فاټا ټربيونل کې روانه ده.

د نوموړي وکيل قمرنديم ډيوه ريډیو سره خبرو کې وويل، عدالت قضيه يو ځل بيا د سرکاري وکيل نه حاضرېدو له امله وځنډوله او د اورېدنې دپاره يې د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ دوېمه نېټه ورکړه. هغه وويل عدالت يو ځل بيا نوټس جاري کړو چې په قضيه کې دې سرکاري وکيل حاضر شي.

له دې وړاندې قمرنديم ويلي ؤ د ۲۰۱۴م کال د جون د مياشتې راهسې هم دغه سلسله روانه ده چې دوي عدالت ته پېش کيږي خو سرکاري وکيل نه راځي.

ډاکټر شکيل افريدي ته په کال ۲۰۱۲م کې په قبايلي سیمه خېبر ايجسنۍ کې پوليټيکل ايجنټ د يوې وسله والې ډلې سره د مالي مرستو په تور د ۳۳ کالو د بند سزا اورولې وه.

خو په ډاکټرشکیل افريدي تور دی چې هغه د القاعده مشر اسامه بن لادن په معلومولو کې د امریکايې استخباراتي ادارې (سي آئي ای) مرسته کړې وه، خو نوموړی په رسمي ډول په دغه تورکې نا، بلکې د يوې ناقانونه ګرځول شوې ډلې سره د اړيکو په تور سزاوار شوی او بندي دی.

د ستمبر په مياشت کې د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي نه په امريکا کې په يوه ناسته کې د ډاکټر افريدي په اړوند پوښتنه شوې وه چې هغه ولې بند دی.

پوښتنه په دې ډول وه چې نوموړي ډاکټر کوم قانون مات کړی او په جېل کې اچول شوی؟ ايا ځکه چې هغه د اسامه بن لادن په مالومولو کې د امریکايي ځواکونو سره لاس کړی.

عباسي يې په ځواب کې ویلي ؤ، د اسامه بن لادن د موجودګۍ څخه دوي نه ؤ خبر، خو ډاکټر افريدی چې د پوليو پروګرام کې کار کوونکی ؤ که د اسامه په اړه ورته کوم مالومات ؤ هغه به د پاکستاني امنيتي ادارو سره شريکول او دوي به يې په ضد ګام پورته کوو.

د امريکا د کانګريس يو غړي ډېنا رورابېکر په کال ۲۰۱۳م کې د استازو اېوان ته په وړاندې کړي يو قرارداد کې ډاکټر شکيل افريدي ته اتل ويلي ؤ.

هغه په قرارداد کې ډاکټر افريدي ته د"امريکا اتل" ويلي او زياته کړې يې وه چې هغه دې زر تر زره د پاکستان د بند نه ازاد کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG