دافغان پولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د نهې په ورځ دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون په يو بريد کې لږ ترلږه پينځه مشکوک تندلاري وژل شوي.
رپورټونه وائي دغه بريد دجنوبي وزيرستان په درى نشتر سيمه کې په يو گاډي ترسره شوى دی.
سرچينې وائي په دغه گاډي دوه ميزائيلونه داغل شوي چې له امله يې په گاډي کې ناست پينځه کسان وژل شوي، دبريد وروستو په گاډي اور ولگيدو او پکې دننه دناستو خلکو مړي هم وسوزيدل او دهغوي پيژندگلو گرانه شوې.
دامريکا صدر براک اوباما دروان کال دجنورۍ په مياشت کې په لمړى ځل تصدیق کړى ؤ چې دډرون څخه دپاکستان په خاوره تندلاري په نخښه کيږي، خو امريکائي چارواکي ددغو بريدونو تفصيلات نۀ ورکوي.