لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان تازه ډرون برید کې د حقاني شبکې درې مشکوک ترهګر وژل شوي.


د سرچینو ترمخه د پاکستان او افغانستان په پوله د پاکستان قبایلي سیمې شمالي وزیرستان په ګروېک سیمه کې تازه ډرون برید کې د حقاني ترهګرې شبکې درې مشکوک ترهګر وژل شوي.

ګرویک د شمالي وزیرستان شوال تحصیل هغه سیمه ده چې د افغانستان سره په پوله پرته ده او د سرچینو په وینا دغه برید د پاکستان افغانستان پولې صفري نقطې سره نژدې ترسره شوی. په شمالي وزیرستان کې شوي دې تازه ډرون برید په اړه نور جزیات راروان دي.

دا تازه ډرون برید په روان کال کې د پاکستان په خاوره دریم ډرون بريد دی.

د تیرې میاشتې (جنورۍ) په څلورویشتمه نیټه په ډپه ماموزۍ سیمه کې په یو ډرون برید کې د حقاني شبکې دوه مشکوک ترهګر وژل شوي وو. دغه سیمه د قبايلي سيمو اورکزۍ، کرمې او خېبرپښتونخوا د هنګو ضلعې په منځ کې پرته علاقه ده.

هم د تیرې میاشتې په ۱۷مه نېټه د کرمې په بادشا کوټ نومې علاقه کې د ډېورنډ پولې ته څېرمه ډرون بريد کې خالد نومې مشکوک افغان ترهګر ژوبل شوی ؤ.

پاکستان او د ډېورنډ پولې ته څېرمه پرتو علاقو کې امريکايي ډرون بريدونه له هغې وروستو سېوا شوي چې د تېر اګست په مياشت کې امريکايي صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا دپاره اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې.

نوموړي ویلي ؤ پاکستان د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د امريکا نه په ميلينونو ډالره مرستې اخستي خو په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي او امريکا به نوره په دغسې کولو غلې پاتې نشي.

امريکا او افغانستان په پاکستان تورونه لګوي چې د حقاني شبکې وسله والو ته يې په خپله خاوره پناه ورکړې او د دغلته نه په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان دغه تورونه رودي.

پاکستان وايي امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ تور په پاکستان لګوي.

پاکستان په خپله خاوره د ډرون بريدونو مخالفت کوي او د خپلواکۍ سرغړونه يې بولي خو د تازه ډرون په اړوند يې تراوسه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG