لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په سلگونو قبائيلو دډرون بريدونو پر ضد لاريون کړى دى


امريکائي چارواکي بيا بيا په ډاگه کوي چې په دغو بريدونوکې دافغانستان دپولې ترڅنگ طالبان او دالقاعده جنگيالي په نخښه کولى شي
امريکائي چارواکي بيا بيا په ډاگه کوي چې په دغو بريدونوکې دافغانستان دپولې ترڅنگ طالبان او دالقاعده جنگيالي په نخښه کولى شي

په سلگونو قبائيلي وگړو د جمعې په ورځ دشمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه کې په قبائيلي سيمو دترسره کيدونکو شکمنو بې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون دبريدونو په ضد احتجاج کړى دى.
دغو قبائيلو دډرون دبريدونو دبندولو دغوښتنې ترڅنگ دهاغو امريکائي چارواکو د دنيولو غږونه هم کول چې ددغو بريدونو په شا لاس لري.
په سيمه کې دتندلارو په ضد دشکمنو امريکائې بې پائيلټه جاسوسي الوتکو لخوا دترسره کيدونکو دغو بريدونو له امله په خلکو کې غصه راپاريږي او گمان کيږې چې په دغو بريدونو کې اولسي وگړي هم په نخښه کيږي.
امريکائي چارواکي بيا بيا په ډاگه کوي چې په دغو بريدونوکې دافغانستان دپولې ترڅنگ هاغه طالبان او دالقاعده جنگيالي په نخښه کولى شي چې په افغانستان کې په امريکائي او ائتلا في ځواکونو دبريدونو وروستو بيرته دغه قبائيلي سيمې ته تښتي.
شمالي وزيرستان دالقاعده او حقاني دډلې دجنگيالو يو خوندي مرکز گڼل کيږي او امريکائي چارواکي وخت په وخت دپاکستان څخه په سيمه کې دپوځي عملياتو پيل کولو غوښتنه هم کوي خو پاکستان وائي دغه عمليات به دمناسب وخت په رارسيدو او خپلوملي وسيلو ته په کتلو سره پيل کوي.
دجمعې په ورځ ويستل شوي لاريون کې دوکاندارانو، طالب علمانو او نورو قبائيلو دامريکا په ضد شعارونه ورکړل.
دغو قبائيلو غوښتنه کوله چې بايد دامريکې دبهرنيو چارو وزير رابرټ گيټس او په اسلام اباد کې دسي ائي اى پخوانى سټيشن چيف دې دقانون درشل ته وروستل شي.
يو عيني شاهد عبدل خان وائي دغو قبائيلو غوښتنه کوله چې دغو امريکائي مشرانو ته دې دامريکا په عدالتونو کې سزا ورکړل شي.
راپورونه وائي خواؤشا 150ؤ وسله والو طالب جنگيالو دشمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې ددغه لاريون څارنه کوله خو په سم لاسي توگه دا نۀ ده په ډاگه شوې چې دغو طالبانو دلاريون په منظم کولو کې هم کومه مرسته کړې وه که نه؟
تير کال دپاکستان په قبائيلي سيموخواؤشا 115 ډرون بريدونه ترسره شوي چې پکې د650ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG