لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : څلور ډرون بريدونو کې 22 جنگيالي وژل شوي دي


شمالي وزيرستان : څلور ډرون بريدونو کې 22 جنگيالي وژل شوي دي
شمالي وزيرستان : څلور ډرون بريدونو کې 22 جنگيالي وژل شوي دي

د افغانستان د پولې سره نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې تیر یو شواروز په مهال د بې پائيلټه جاسوسي الوتکو لخوا دتندلارو په ځالو ترسره شوؤ څلور بريدونو کې لږ ترلږه 22 جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دډرون لخوا لومړى بريد دشمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه څخه 5 کلو ميټره لرې شمال لويديز لوري ته په ډانډى درپه خيل سيمه کې دتندلارو په يوه ځاله ترسره شوى چې پکې 10 جنگيالي وژل شوي ، خو دوژل شوؤ جنگيالو قوميت تر دې مهاله نۀ دى په ډاگه شوى.
همدغه راز په يو بل بريد کې بې پائيلټه جاسوسي الوتکې دشمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه څخه 40 کلو ميټره لرې لويديز لوري ته ددته خيل په انگور اډه سيمه کې دتندلارو په يو گاډي 2 ميزائيل وداغل چې له امله يې څلور جنگيالي ووژل شول. دریم برید میران شاه سره نزدې په کور تر سره شوې چې پکې د پینځوجنگیالو د وژل کیدو رپوټونه ترلاسه شوي دي. سرچېنې د ډرون په څلورم برید کې د دریو جنگیالو د وژنې رپوټونه ورکوي.
دتيرو څو ورځو راپديخوا په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دامريکائي جاسوسي الوتکو په بريدونو کې چټکتيا رامينځته شوې ده.
دکال 2008ء داگست مياشتې څخه دپاکستان په بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد ترسره شوؤ 112ؤ دډرون بريدونو کې دالقاعده او طالبانو ديو شمير لوړپوړو مشرانو په گډون خواؤشا 1,040 کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG