لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې درې کسان وژل شوي دي


شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې درې کسان وژل شوي دي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې درې کسان وژل شوي دي

د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشکمنو بې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکو يا ډرون لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوي ميزائيلي بريد کې لږ ترلږه 3 کسان وژل شوي دي.
دغه بريد دشمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه څخه 25 کلو ميټره لرې ختيز لوري ته په حيدرخيل نومې کلي کې په يو کور ترسره شوى دى.
استخباراتي چارواکو دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي دډرون لخوا دتندلارو تراستعمال لاندې ودانۍ باندې دوه ميزائيلونه داغل شوي دي.
دغو چارواکو دا هم وويل چې په بريد کې درې تندلاري وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي يد.
تر دې مهاله دوژل شوؤ تندلارو پيژندگلو نۀ ده شوې خو مقامي استخباراتي چارواکي وائي وژل شوي بهرنيان وؤ.
دروان کال په لمړۍ مياشت کې تر دې مهاله لږ ترلږه 5 دغه شان حملې ترسره شوي دي چې درې يواځې دجنورۍدمياشتې په لمړۍنيټه ترسره شوې وې او په دغو حملو کې 15 شکمن جنگيالي وژل شوي وؤ.
تير کال دپاکستان په قبائيلي سيمو خواؤشا 120 ډرون بريدونه ترسره شوي وؤ چې پکې زياتره په شمالي وزيرستان کې دموجودو تندلارو په ضد ترسره شوې وې.
په دغو بريدونو کې ديو شمير تندلارو په گډون د650ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.
دافغانستان دپولې ترڅنگ دغه قبائيلي سيمه دافغاني طالبانو حقاني نيټ ورک گڼل کيږي او دډرون لخوا زياتره بريدونه هم دغلته ترسره کيږي.
گمان کيږي دمقامي تندلارو په مدد سره دغه جنگيالي دپولې پورې غاړې افغانستان کې په ميشتو امريکائي او دنيټوپه پوځونو بريدونو کې ککړ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG