لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندوستان پوځ د پاکستاني بې پائلټه الوتکو شناخت لپاره د خپلو ځواکونو روزنه پیل کړې


د هندوستان پوځ یو افسر په دې اړه هندوستان ټائمز ورځپاڼې ته ویلي، دا گام یې د خارجي بې پائلټه الوتکو لخواه د دوي امنیت ته جوړ گواښ مخنیوي په خاطر پورته کړی.

د هندوستان هوايی چلند وزارت د ډرون الوتکو څارنې او نخښه کولو په خاطر د راډار نظام کارولو مطالعې لپاره یوه کمیټي هم جوړه کړې. وزارت د بې پائلټه الوتکو د نیولو لپاره هم ټکنالوژۍ ازمایي کوي.

د هندوستان ٥٩ هوايي اډو باندې ماموره چارواکو د روزنې لپاره تیره میاشت گوپالپور او ادیشه په ښارونو کښې د شپږو ورځو روزنیز کورس هم ترسره شوې.

هندي چارواکي وايي، دا د لومړي پړاو روزنه وه او داسې نور د روزنې غونډې کولو اراده لري.

د هندوستان ټائمز ترمخه په پایتخت ډلي کښې د ٦٠ نه تر ٧٠ پورې داسې رپورټونه ثبت شوي چې پکښې ناپیژانده شیان په الوتو لیدل شوي خو دې ټولو پیښو کښې څه پرمختگ په نظر ندې راغلی.

د مرکزي صنتعتي امنیتي عسکرو یو افسر مطبوعاتو ته په دې اړه ویلي، پوځ ورته د ډرون الوتکو یو شمیر اقسام د روزنې په وخت ښودلي.

" دې پروگرام کښې د پوځ گډون به نه یواځې زمونږ لپاره دا ممکنه کړي چې مونږ دا بې پائلټه الوتکې ووینو بلکه مونږ لپاره به د دوي نیول هم اسان شي. د هندوستان او گاونډي هیوادونو د ډرون ډول مختلف دی او دې کښې توپیر کول د دې تربیتي کورس برخه وه".

د هندوستان هوايي چلند وزارت د ډرون الوتکو استعمال په اړه قانون سازي هم کړې او په ځینو ځایونو کښې یې د دې په استعمال بندیز لگولې. دوي اوس یوه کمیټي جوړه کړې چې د هاغه راډار نظام په استعمال ځان پوهه کړي کوم چې ډرون الوتکې په گوته کوي.

هندوستان ټائمز د نوي ډلي په ائرپورټ ماموره یو افسر له خولې وايي، "دا وخت پام د ډرون الوتکو ناکاره کولو ته دی خو دې لپاره دا الوتکه لړمړی لیدل پکار دي. تر اوسه دا خلکو لیدلي خو په ریډار ندي راغلې.

گرده نړۍ دغه د راډار نظام لري او پکار ده چې مونږ هم دا ترلاسه کولو کښې بیړه وکړو".

د هندوستان هوايي چلند وزارت په هاغه ټکنالوژی هم غور کوي د کومې دلارې چې ډرون الوتکې گیریدلې شي.

هندي چارواکي وايي، د روزنې په نورو غونډو کښې به خپل مامورینو ته د هاغې ټیکنالوژۍ استعمال هم ښایي د کوم دلارې چې د ډرون الوتکو کارونکې په گته کیدلې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG