لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې لږ تر لږه پېنځه تندلاري وژل شوي دي


شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې لږ تر لږه پېنځه تندلاري وژل شوي دي
شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې لږ تر لږه پېنځه تندلاري وژل شوي دي

د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دجمعې په ورځ دشکمنو جاسوسي الوتکو په بريد کې لږ ترلږه پېنځه تندلاري وژل شوي دي.
استخباراتي چارواکو دنوم نۀ ښودو په شرط وئيلي بې پائيلټه الوتکو په غر لالې کلي کې دتندلارو په يو گاډي څلور ميزائيل داغلي دي.
په قبائيلي سيمو کې دا مهال دتاؤژن وضعيت له امله دغلته دخبريالانو ورتگ ناشونى شوى چې له دې امله په ميزائيلي بريدونو کې دکيدونکو زيانونو دازادو سرچينو څخه پخلى ناممکن دى.
په شمالي وزيرستان کې دروان کال په لمړۍ ورځ دميزائيلو په دريوؤ بريدونو کې لږ ترلږه پنځلس شکمن جنگيالي وژل شوي وؤ.
په کال 2010م کې دپاکستان په قبائيلي سيمو خواؤشا 120 ډرون بريدونو کې زياتره بريدونه په شمالي وزيرستان کې ترسره شوي وؤ چې پکې دطالبانو او القاعده يو شمير تندروه جنگيالي په نخښه کړل شوي وؤ.
دافغانستان دپولې سره پيوست دغه قبائيلي سيمه دافغاني طالبانو دحقاني نيټ ورک مرکز گڼل کيږي او باور کيږي چې دسيمه ييزو تندلارو په ملتيا دغه جنگيالي دپولې دپورې غاړې ته دامريکا او ناټو په پوځيانو بريدونو کې ککړ دي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG